د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ قبایلي سیټونه دې وساتل شي: قبایلي سېنېټران


د ارشیف انځور: د سېنېټ مشر د قبایلي سیمو د څلورو چوکیو په صوبو د وېشلو وړاندیز کړی.
د ارشیف انځور: د سېنېټ مشر د قبایلي سیمو د څلورو چوکیو په صوبو د وېشلو وړاندیز کړی.

د قبايلي ضلعو ځيني سنېټران غوښتنه کوي چې تر نوې سرشمېرنې پورې دې د پاکستان په سېنېټ کې د قبايلي ضلعو چوکۍ نه ختمېږي.

د پاکستان د پارلیمان له خوا د منظور شوي ۲۵م اييني ترميم له مخې په سېنېټ کې به د پخوانۍ فاټا اته واړه چوکۍ ختمېږي.

د دې ترميم له مخې قبايلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کال کې په خيبر پښتونخوا ورګډې کړل شوې وې.

د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ مياشت کې د سېنېټ چيرمېن صادق سنجراني د انصاف او قانون په اړه د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته په يو خط کې وړاندېز وکړ چې د پخوانۍ فاټا ختمېدونکې چوکۍ دې په څلورو واړو صوبو کې د وېشلو جاج واخلي.

کمېټۍ به د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه په دې اړه غونډه کوي.

خو د قبايلي ضلعو سېنېټران وايي، قبايلي ضلعې په انتظامې توګه د صوبې په چوکاټ کې په بشپړه توګه نه دې شامله شوې او د دې ترڅنګ په پخوانۍ فاټا کې وروستۍ سرشمېرنه هم سمه نه وه شوې نو د هغوی په وينا ځکه بايد په سېنېټ کې د قبایلي ضلعو چوکۍ ختمې نشي.

سېنېټر سجاد حسين توري د فبرورۍ پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل، د ايين له مخې به د قبايلي ضلعو چوکۍ ختمېږي خو دوی له سياسي ګوندونو غوښتنه کړې ده چې داسې يو اييني ترميم دې منظور کړي چې له مخې یې دا چوکۍ پر ځای پاتې شي.

نوموړي د چوکیو د پاتې کېدو دليل دا ورکړ چې د هغه په خبره د ۲۰۱۷م کال کې چې په قبايلي ضلعو کې کومه سرشمېرنه شوې وه هغه سمه نه وه.

د هغه په وينا، د سرشمېرنې پر مهال د پوځي عملياتو او ناامنيو له کبله د قبايلي سيمو له ځينو برخو څخه په لوی شمېر کې خلک وتلي ول او هغوی په سرشمېرنه کې نه وو شمېرل شوي.

سجاد توري زياته کړه، هغوی هم په دې دليل نورو سياسي ګوندونو ته ويلي چې تر څو نوې سرشمېرنه ونشي تر هغو پورې دې د قبايلي ضلعو د سېنېټ چوکۍ پر ځای وساتل شي.

خو هغه وايي، په دې تړاو یې له سياسي ګوندونو سره تماس نيولی خو هغوی لا هم قانع شوي نه دي.

د هغه په خبره، پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نوار ورته ويلي چې د پخوانۍ فاټا د سېنېټ چوکۍ ختمول اوس د ايين برخه ده او هغوی یې پرځای ساتل يو غيرجمهوري عمل ګڼي.

د قبايلي ضلعو يو بل سېنېټر شميم اپريدی بيا په دې دليل د پخوانۍ فاټا د سېنېټ چوکيو ختمولو مخالف دی چې د هغه په وينا، قبايلي ضلعې لا هم په مکمله توګه په خيبرپښتونخوا کې په انتظامي توګه نه دې ضم شوې.

نوموړي د فبرورۍ پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل، په قبايلي ضلعو کې عدالتونه، دفترونه او نور ترقياتي کارونه په هغه اندازه نه دي شوي چې ورسره ژمنه شوې وه.

د پاکستان سېنېټ ۱۰۴ غړي لري چې پکې څلور واړه صوبې ۲۳، ۲۳ او پخوانۍ فاټا اته او اسلام اباد څلور چوکۍ لري.

يو سېنېټر د شپږو کلونو لپاره منتخب کېږي خو دا په داسې ترتېب منتخب کېږي چې هر درې کاله وروسته پکې د سېنېټ نيمايي غړيو موده پوره کېږي او پر ځای يې نوي ټاکل کېږي.

د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۱۱ مه نېټه به د سېنېټ د نيمايي غړيو موده پوره شي چې پکې د څلورو تړاو به له قبايلي ضلعو سره وي.

د سېنټ چيرمين د انصاف او قانون کمېټۍ ته په خط کې ليکلي چې د پخوانۍ فاټا څلورو چوکيو کې دې يوه يوه په څلور واړو صوبو کې د وېشلو جاج واخلي.

د کمېټۍ يوه غړي سنېټر محمد علي سيف د فبرورۍ پر نهمه نېټه مشال راډیو ته وويل چې هغوی د قبايلي ضلعو د چوکيو په اړه حتمي فيصله نه ده کړې او په دې اړه مختلف وړاندېزونه تر غور لاندې دي.

د پخوانۍ فاټا د سنېټرانو ددې غوښتنې چې د دوی چوکۍ دې پر ځای وساتل شي په اړه نوموړي وويل چې دا هم يو وړاندېز کېدلای شي خو په دې کې به يوه ستونزه رامنځ ته شي.

دده په وينا، که داسې وشي نو له دې سره به په سېنېټ کې د خيبرپښتونخوا چوکۍ زياتې شي چې پردې به نورې صوبې اعتراض وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG