د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس خپرېدو د پښتونخوا سېلګري څومره ځپلې ده؟


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

پراګ - د خيبر پښتونخوا د سوات چارواکي وايي چې د راتلونکي اختر لپاره به د هغې سیمې د سیلګرۍ ځایونو ته پر ورتګ پابندي برقراره وي.

د سوات ضلعې ډيپتي کمشنر ثاقب رضا اسلم د مې پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وويل چې د کمشنر د هدایاتو په رڼا کې چې کومه پريکړه شوې ده ، له هغې سره سم د اختر په ورځو کې به سوات ته سیلانیان نه پریښودل کيږي.

ده وویل ، "په سیمه کې د سیل ځایونه لکه مالم جبه ، بحرین ، میا دم ، او مدین به د سیلانینو لپاره بند وي او د ضلعې انتظامیه به دا هڅه کوي چې دغو سیمو ته د ولس لږ تر لږه وي."

خو د سوات د هوټلونو د اتحادیې مشر زاهد خان وايي چې د کورونا وايرس د وبایي صورتحال له کبله د سوات د سیلګرۍ صنعت سره تړلي کاروبارونو ته په اربونو روپیو زیان رسېدلی دی.

ده وویل چې تر دې وړاندې په سوات کې د ترهګرۍ له امله د سیلګرۍ صنعت ته اوه اربه روپۍ زیان رسېدلی وو او اوس د دې لاک ډاون له امله بیا د اربونو روپیو زیان روان دی.

نوموړي زیاته کړه چې "دې کاروبار سره له ۱۲ تر ۱۵ زره کسانو روزګارونه تړلي دي اوس هوټلونه هم زیات شوي دي او که لاک ډاؤن داسې برقرار وي نو د نقصان انديښنه زیاته ده."

د خيبر پښتونخوا د کلتور او د سیلګرۍ د پرمختګ د ادارې ډايريکټر جنرل کامران اپریدی وایي چې د مې پر ۱۴مه د وزير اعلی محمود خان په مشرۍ کې شوې غونډه کې د سوات د سیلګرۍ ځایونو ته د ولس په محدوده پیمانه د ورتګ په اړه پريکړه شوې ده.

د ده په خبره په دې دوو میاشتو کې د خيبر پښتونخوا د سیلګرۍ صنعت ته د یوې اندازې مطابق ۱۵۰ میلیونه روپۍ زیان رسېدلی دی.

ده وویل ، "په اسلام اباد کې د سیلګرۍ په اړه چې کوم پالیسي سازه ډله ده هغوی پریکړه کړې او تګلاره مو صوبایي حکومت ته حواله کړې صوبايي حکومت د مې پر ۱۵مه د هغې منظوري ورکړه."

د کامران اپرېدي‌ په وینا اوس دوي‌ او اوس دوي په ورو ورو هوټلونه او د سیل ځایونه خلاصوي.

په سوات کې د سیلګرۍ د ټورز اپريټرانو د اتحاديې یو مشر شیرین زاده بدر وايي چې د تر دې لاک ډاؤن وړاندې د سوات د سیلګري ډېره په ګټه کې روانه وه.

ده وویل چې مخکې به خلک سوات ته یوازې د ګرمۍ په موسم کې ورتلل خو تیر کال په هر موسم کې سیلانیان سوات ته ورغلي وو.

د پاکستان د سیلګرۍ ادارې د خيبر پښتونخوا ویاند سعد بن اويس مشال راډیو ته وويل چې په دې لړ کې د وزیر اعلي محمود خان په لارښوونه کميټۍ جوړه شوې ده چې په صوبه کې به د سیلګرۍ د ځایونو د پرانستو پريکړه کوي.

کامران اپريدي وویل چې د سېلګرۍ صنعت ته د زیانونو د کره شمیرې لپاره یوه کميټۍ جوړه شوې ده چې کله هم د هغوی راپور مکمل شی د هغې نه پس به دې صنعت سره تړل شوو خلکو ته مالي مرستې ورکول کيږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG