په پاکستان کې له هغه وروسته د قانون عملدارۍ په اړه پر ټولنیزو رسنیو تود بحث پیل شوی دی چې پر موټروې باندې له پولیسو سره د یوې مېرمنې د ناوړه چلند ویډیو خپره شوې او مشهوره شوې ده.
په دې ویډیو کې ښودل شوې ښځه خپلځان د یوه پوځي کرنل مېرمن یادوي او هڅه کوي چې د پولیسو پر لګولې ناکه په زور واوړي.
پر ټولنیزو رسنیو خلک پوښتنې راپورته کوي چې ولې په پاکستان کې بااثره خلک خپلځان تر قانون بره بولي.
په پاکستان کې دا لومړۍ پېښه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم ډېرو بااثره خلکو د پولیسو د امر له منلو انکار کړی او قانون یې مات کړی دی.
په داسې کسانو کې د ژوند د هرې برخې داسې خلک شامل دي چې د خپل دولت او حثیت له کبله په ظاهره ځان ورته تر نورو برتر ښکاري.
د قانوني چارو پوه رحیم شاه اپرېدی وايي، د بانفوذو خلکو له خوا د قانون سرغړونه اوږد تاریخ لري.
"دا خو ډېره مشهوره خبره ده چې قانون د کمزوري لپاره د اوسپنې جاله ده، په هغه کې هغه ګېرېږي او د زورور لپاره د جولا جاله ده چې په یوه پوکي باندې الوزي. دا په ټوله نړۍ کې ده او له ډېرې مودې ده خو په پاکستان کې بیا ډېره ده. دلته د غریب لپاره قانون یو رنګ وي او د مالدار او بااثره لپاره بل رنګ وي خو په هغه کې چې بیا د پوځ خبره راشي نو هغوي بیا تر ټولو بالاتر وي."
د پوځ له خوا د دې رپورټ تر جوړېدو لا د دې لانجمنې ویډیو په اړه څه غبرګون مخې ته نه وو راغلی.
خو د بلوچستان د پولسو پخوانی صوبايي مشر همایون جوګیزی وايي داسې پېښې ډېرې کمې دي او په مجموعي توګه خلک د قانون احترام کوي.
"دا یوازې د یوې ښځې عمل دی چې کړې یې دی او په عامه توګه داسې نه دي شوي. خو له پولیسو سره بد چلند شوی دی او هغه وخت شوی چې له پولسو کوم زیاتی شوی دی خو په دې ویډیو کې پولیس ډېر ارام دي او هغه ښځه ډېر بد چلند کوي."
همایون جوګیزي وویل چې پولیسو په دې پورته یاده مسله کې د ویډیو جوړولو پرځای باید قانوني کاروايي کړې وای.
"پولیسو که هره کاروايي کولای باید له قانون سره یې سمه کړې وای خو داسې ویډیو جوړول له اصولو سخته سرغرونه ده او باید د داسې پولیسو پرضد هم قانوني کاروايي وشي."
په پاکستان کې زیاتره وخت پر پوځ تور پورې کېږي چې هغوي ځان تر نور ولس بالاتر بولي او د نور ولس په څېر قانون پر ځان نه عملي کوي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي او وايي چې دا د ملک تر ټولو زیاته قانون منونکې اداره ده.
د فېسبوک تبصرې