د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له کورونا وایرس د مړو شمېر ۱۸۳۸ ته ورسېد


روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري
روغتیايي کارکوونکي په اېبټ اباد کې مړی خپلوانو ته سپاري

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله د مړو شمېر ۱۸۳۸ ته رسېدلی دی.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري ویب پاڼه لیکي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۴۸۹۶ نور کسان په کورونا اخته شوي دي، له دې سره د کورونا وړحنو شمېر ۸۹ زره ۲۴۹ ته ختلی دی او ۳۱ زره ۱۹۸ کسان ترې پاخه شوي دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جون تر څلورمې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۱۸۹۶۹ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۳۰۹ کسان وژلي او خو نېږدې ۱ ۷۶۲ ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۶ ۶ لکه په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۳۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۲ ۸ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG