پاکستان کې د جون تر ۱۱مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېره ۱،۱۹،۵۳۶ ته رسېدلې ده. بلخوا په دې هېواد کې د دې وايرس له امله ۲،۳۵۶کسان مړه شوي او ۳۸،۳۹۱ترې پاخه شوي دي.
د پاکستان روغتيا محکمې د وېبپاڼې ترمخه تر ټولو زیات کېسونه په پنجاب صوبه کې رپوټ شوي دي چې شمېره یې ۴۵،۴۶۳ ده.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې ۵،۸۳۴ کېسونه رپوټ شوي دي او ۱۰۱ کسان د دغه وایرس له وجې مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د نهې/سېشنبې ورځ د پاکستان پنجاب صوبې حکومت په نوم په یو خط کې سپارښتنه کړې وه، چې د وایرس مخنیوي لپاره باید هره میاشت دوې اونۍ ټولبند عملي کړل شي.
خو د روغتیا لپاره وزیر اعظم سلاکار ظفر میرزا د جون پر۱۰مه په یو بیان کې ویلي چې "ډبلیو اېچ او" وضعې ته د روغتیا له پلوه ګوري، خو حکومت د ټولبند عملي کولو وړاندې نورې ډېرې خبرې په پام کې نیسي.
نوموړي زیاته کړې چې حکومت د وایرس مخنیوي لپاره ملکي وضعې ته په کتو سره له لومړی ورځې مناسبه پالیسي غوره کړې ده.
ډبلیو اېچ او په خپل لیک کې ویلي دي چې پاکستان د نړۍ په هغه ۱۰ هېوادونو کې شامل دی چیرته چې وایرس تر ټولو ډېر خلک ځپلي دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې تراوسه يې په بهر هیوادونو کې ګیر ۶۲۰۰۰ پاکستانیان هیواد ته راستانه کړي دي.
د جون پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ د سپیکر اسد قیصر په مشرۍ یوې غونډي ته په وینا کې نوموړي زیاته کړې چې په ۲۶ هیوادونو کې د تبلیغي جمات د ۲۰۵۴ غړیو څخه یې ۲۰۱۸ بیرته راوستي دي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ۴۷۹ هغه پاکستانیانو مړي يې هم راوړي چې د کورونا وایرس له کبله په بهر هیوادونو کې مړه شوي وو.
غونډی ته په وینا کې د بهر میشتو پاکستانیانو لپاره د وزیر اعظم سلاکار زلفي بخاري وویل چې وړاندې به يې هره اونۍ ۲۰۰۰ کسان بیرته راوستل خو اوس يې دغه شمیره ۱۸۰۰۰ ته لوړه کړې ده او د دې لپاره يې شپږ هوايي میدانونه فعال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې ګڼ شمېر پاکستانیان د کورونا د وبا بندیزونو له کبله ګیر پاتې دي او له حکومته غوښتنه کوي، چې د دوی د ستنېدو انتظام دې وکړي.
په افغانستان او نړۍ کې د کورونا تازه شمېرې
په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۲۲۱۴۲ کسانو ته رسېدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تر جون۱۱مې پورې له کورونا ناورغۍ ۴۰۵ کسان مړه شوي. او ۳ ۰۱۳ پاخه شوي دي.
کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.
تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۷۳ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۱ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۴ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.
د فېسبوک تبصرې