د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د بورې بحران جوړونکي نه سزا کېږي: اپورېشن


په لاهور کې خلک بوره اخلي
په لاهور کې خلک بوره اخلي

پراګ- پاکستان کې د اپوزيشن ځینو ګوندونو د تحريک انصاف پر حکومت نيوکې کړې چې د بورې بحران پېدا کوونکو ته سزا نه ورکوي.

په پارلېمان کې په دې اړه د جون پر ۱۱مه د خبرو پر مهال د پيپلز ګوند يو غړي، عبدالقادر پټيل وويل چې حکومت کوښښ‌ کوي په دې بحران کې ښکېل خپل سياستوال وژغوري.

پټيل زیاته کړه: "د چيني په اړه راغلی راپور په چيغو چيغو وايي چې د دې بحران زمه واري د وزیر اعظم عمران خان له خوا د برامداتو اجازت ورکول وو. دغه یو سړی د دې هر څه زمه واره ځکه دی چې درې ځايه یې د بورې د برامدولو اجازت ورکړی وو. دا په راپور کې واضحه راغلې خو په دې لړ کې به هيڅکله ځکه څه ونه شي چې حکومت د قربانۍ ګډوري پسې ګرځي. ماته معلومه ده چې د چا د حلالولو تياری روان دی."

په ۲۰۱۹ز کال کې په پاکستان کې د بورې يا چيني قيمتونو زیاتېدو وروسته وزير اعظم عمران خان په حکم، وفاقي څېړنو ادارې ايف ای اې د نهو هغو شوګر ميلونو په اړه پلټنې وکړې چې د چيني د مارکيټ ۵۱ فیصده يې په لاس کې ده.

دا شوګر ميلونه د تحريک انصاف د يو مشر، جانهګیر ترين، د اوسني اقتصاد وزير خسرو بختيار، مسلم لېګ (ن) د يو مشر شهباز شريف د زوی، سلمان شهباز او په پنجاب کې د حکومت اتحادي سياستوال، چوهدري پرويز الهی د زوی مونس الهي ملکيت دي.

د پلټونکې کمېټۍ په راپور کې راغلي چې دغو شوګر ميلونو په خپلو ګودامونو کې د چيني په ساتلو سره د چيني بحران رامنځته کړ او د یوې کيلو بورې قيمت له ۵۵ روپيوو څخه ۶۶ روپيوو ته لوړ شو.

د راپور ترمخه شوګرميلونو د چيني خرڅولو ريکارډ پټ کړ او له حکومته یې خپل مبیینه تاوان پوره کولو لپاره مرسته وغوښته.

وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۸ کې دوی ته د مراعاتو ترڅنګ د بورې د برامدولو اجازه هم ورکړه.

د وزیراعظم يو سلاکار، شهزاد اکبر د جون په لسمه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې د دې بحران اصلي وجه دا نه بلکې د مسلم لېګ (ن) د حکومت پرمهال په ۲۰۱۷ز کال کې د هغه وخت وزیراعظم شاهد خاقان عباسي له خوا شوګر ميلونو ته مراعات يا سبسیډي ورکول وو.‌

خو هغه زیاته کړه اوس حکومت پرېکړه کړې چې د بورې بحران پېدا کوونکو ته به د فوجداري يا جنايي جرمونو د قانون ترمخه سزا ورکول کېږي.

دی وايي: "د فوجداري مقدماتو ترمخه به رسمي تورونه پورې کېږي. چا چې ګټه کړې ده، له هغوی به پېسې بېرته اخیستل کېږي. پلټنې په تېرو پنځو کلونو کې شوګر ميلونو ته د ورکړل شوو ۲۹ اربه روپيوو د سبسيډي يا مراعاتو ورکولو شوې دي. د ټولو دې مراعاتو د ورکړې پر مهال يوه لویه مسله دا ده چې د دې د ورکولو پرېکړه کوم عدالت نه وه کړې. د سبسیډي يا مراعاتو ورکولو بنياد غلط وو."

د پاکستان شوګر ميلونو د اتحاديې د ویب سايټ ترمخه په پاکستان کې ۸۹ ميلونه فعاله دي.

د دې اتحادیې د ۲۰۱۹ کال په راپور کې راغلي چې دوی هرکال شپږ نيم ميليونه ټنه بوره يا چيني توليدوي او په پاکستان کې هر کال خلک پينځه اعشاريه څلور ټنه بوره يا چيني کاروي.

د دې راپور ترمخه، د دوی په شوګر ميليونو کې ډېره برخه د تحريک انصاف يو مشر، جهانګير ترين د شوګر ميلونو ده چې ۲۱ فېصده جوړېږي.

دوهمه لوبه برخه د اومني ګروپ ده چې د پيپلز ګوند مشر او پخوانی‌ولسمشر اصف علي زرداري پکې لویه ونډه لري.

د وزیراعظم عمران پخوانی سلاکار او د تحريک انصاف يو مهم مشر ګڼل کېدونکی، جهانګیر ترين چې د چيني بحران په اړه تحقیقاتي راپور کې یې ډېر ذکر دی، تېره هفته لندن ته لاړ.

د هغه پر تګ پيپلز پارټي او مسلم لېګ (ن)‌ نيوکې وکړي او وې ويل چې حکومت له سزا بچ کولو لپاره پر هغه بهر ته د تګ بندیز نه وو لګولی.

د جون په ۱۱مه په پارليمان کې د تقریر پر مهال، د مسلم لېګ (ن)‌ يو مشر خواجه اصف پر وزیراعظم عمران خان د نيوکو کولو په ترڅ کې وويل چې د حکومت ټول کارونه ګډوډ‌ دي. هغه حکومت د خپلو کسانو په ژغورلو او له اپوزیشنه د سياسي انتقام په اخيستو تورن کړ:

"آیا د لته د حکومتولۍ په نامه څه شته دی؟ د حکومت په نامه کوم شی شته؟ د حکومت پاليسي څه ده؟

هېڅ يوه برخه داسې نه شته چې حکومت دې پکې کامیابه وي.
خواجه اصف


که د پيپلز پارټۍ او زموږ د مشرانو په نيولو د دې ملک مسلې حلېږي نو موږ ته ووايئ چې کومې تاڼې ته لاړ شو."

په پاکستان کې د شوګر ميلونو اتحادیې د بورې بحران په اړه د يلټنو راپور رد کړی دی. دې اتحادیې په خپل ویب سايټ ليکلي چې دوی د دې ملک په اقتصاد کې مهم ونډه لري او سياسي جنجالونه ورته زیان رسولی شي.

د دې اتحاديې ترمخه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کال کې يې نورو هېوادونو ته د لېږلې چيني له برکته نهه سوه ميليونه ډالر لاس ته رواړې چې دا تر رختونو او وريجو وروسته په پاکستان کې له برامداتو لاس ته راغلي تر ټولو ډېرې پېسې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG