د لاسرسي ځای

تازه خبر

کله یې هم ټولې وینا ته نه یم پرېښی: محسن داوړ 


محسن داوړ
محسن داوړ

پراګ - د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وايي ، نه په اسمبلۍ کې پوره وینا ته پرېښودل کېږي او نه یې هم د پارلمان د نورو غړو په څېر وینا پر میډیا ښودل کېږي.

نوموړي‌ دا څرګندونې د جون پر ۱۲مه له هغه وروسته مشال راډیو ته وکړې چې‌ د پاکستان سرکاري ټي وي له خوا د هغه وینا په منځ کې بندولو پر ټولنیزو رسنیو بحث راپورته کړ.

پر ټولییزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې محسن داوړ کله د جون پر ۱۱مه په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال په وزیرستان کې د وسله والو بیا راپورته کېدو په اړه خبرې پیل کړې نو ټلویژن یې خبرې پرې کړي.

محسن داوړ وايي‌، دا لومړی ځل نه دی بلکې اسمبلۍ ته له ورتګ راهسې یې کله هم نه د پارلمان د نورو غړو په څېر وینا ته پرېښی دی او نه یې وینا د هغوي په څېر خپره شوې ده.

ده وویل ، “ماته نه یادېږي چې کله دې هم پوره وخت راکړل شوی وي ، یو د خړقمر تر پېښه وروسته چې موږ راخلاص شو نو نیم ساعت وخت راکړل شوی وو خو په هغه کې هم سپیکر بیا بیا زه درولم او څو ځله زما مایک بند شوی وو. نور خو چې کله هم زه خبره کوم نو زما مایک بند شي او زما خبره کله هم سر ته نده رسېدلې.”

محسن داوړ وویل ، سپیکر وايي چې ستاسو هم دومره حق جوړېږي. خو د داوړ په وینا ، په اسمبلۍ کې داسې ګوندونه شته چې یو کس لري خو هغه اوږدې اوږدې ویناګانې کوي او نه یې څوک مایک بندوي او نه څه ورته وايي.

د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو د چارو پخوانی وزیر او د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې مخکښ پرویز رشید وايي ، د ولس له منتخب استازو سره په پارلمان غوندې ځای کې داسې چلند د ملک لپاره ډېر تاواني دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې د هم داسې امتیازي چلند له کبله په ۱۹۷۱م کال کې پاکستان مات شوی وو.

ده وویل ، “موږ ولس تل له رښتوني صورتحاله بې خبره ساتلی وي ، د دې تر ټولو بد مثال د ۱۹۷۱م کال د واقعاتو دی. د مشرقي پاکستان ولس وویل چې زموږ د ووټ قدر وکړی او موږ ته د حکومت جوړولو حق راکړی خو د هغوي دا غوښتنه رد کړل شوه او هغوي ته وویل شو چې تاسو غداران یاست ، تاسو د دښمن پر ایجنډا کار کوی او تاسو پاکستان ته وفادار نه یاست. یعني د مغربي پاکستان ولس ته د میډیا په وسیله دروغ وویل شو او نتیجه یې دا شوه چې د مشرقي پاکستان خلک له پاکستان څخه بیل شو.”

پرویز رشید وویل چې د تېر وخت له هغو تېروتنو باید اوس زده کړه وشي او د ولس د منتخب کړل شوو استازو خبرې دې واورول شي.

نوموړي‌وویل ، “ چې د ولس یو ټاکل شوی استازی په پارلمان کې خبره کوي‌ نو د هغه خبرې که هر څومره ترخې وي خو په صبر اورېدل په کار دي او د هغه ګیلې بدې ګڼل نه دي په کار ، پر هغه فکر کول په کار دي ، که د هغه ګیلې پر ځای وي نو د هغه د ګیلو لرې کول په کار دي ، داسې نه دي په کار چې د هغوي د ګیلو اورېدلو پر ځای د هغوي غږ خاموشه کړل شي.”

د پاکستان پپلز ګوند مخکښ فرحت الله بابر هم پر خپله ټویټر پاڼه یادې موضوع ته په غبرګون کې لیکلي‌ دي‌ چې د ده په وینا ، د محسن داوړ له وینا نه نشرولو سره لږ تر لږه “تګلاره جوړوونکي بې نقابه شو.”

د فرحت الله بابر په وینا ، که د محسن داوړ وینا نشر شوې وای هم هغه به بریالی وو او چې نشر نه شوه هم نو بریا د هغه ده.

په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره د مبارزه کوونکي سازمان – فریډم نیټ ورک – مشر اقبال خټک وايي ، دوي د پارلمان له یو منتحب غړي سره د داسې چلند غندنه کوي.

نوموړي‌ مشال راډیو ته وویل چې خلک پارلمان ته خپل استازي د هم دې لپاره لېږي چې هلته د دوي لپاره غږ پورته کړي.

د اقبال خټک په وینا، داسې د خلکو غږ خاموشه کول په ملک کې د جمهوریت لپاره تاواني دي او باید داسې ونه شي.

ده وویل ، “دا باوري کول د اسمبلۍ د سپیکر زمه واري ده چې د هر غړي غږ باید واورېدل شي. په دې کې شک نشته چې زه له تاسو تاسو له ما سره د نظر اختلاف درلودلای شی خو ماته د پاکستان ایین او قانون دا حق نه راکوي‌ چې زه دې ستاسو غږ خاموش کړم ، په کار ده چې د پاکستان هر وګړی د خپلې رایې اظهار وکړي.”

په دې اړه مو د پاکستان د قومي اسمبلۍ له سپیکر اسد قیصر او مرستیال سپیکر قاسم خان سوري سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوي له خبرو ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG