د ډاکټر عایشه امجد په وهم ګومان کې نه وو چې يوه ورځ به خپل ماشوم ته وايي چې غیږ ته مې مه راځه خو کورونا وايرس پر هغې دغسې یوه ورځ هم راوستله.
نوموړې چې د اسلام اباد پېمز روغتون کې د کورونا وايرس ناروغانو په ځانګړې خونه يا وارډ کې تر کار ختمولو وروسته کور ته ستنه شي نو له ټلۍ وهلو سره يې ماشوم د مور لېدو لپاره په منډه منډه دروازې ته ورشي. مور ماشوم او ماشوم مور ته تږی وي خو دا تنده وروسته په غوسه بدله شي.
زه ټوله ورځ په روغتون کې يم او ماشوم ډېر راته يادېږي خو چې د کور د دروازې ټلۍ ووهم نو هغه رامنډه کړي نو زه ږغ پر وکړم چې له ما ليرې اوسه ځکه ويرېږم چې هسې نه له هسپتاله مې د کورونا وایرس راوړی نه وي او په زوی يې پورې نکړم. هغه ماته غېږه راکول غواړي، ژاړي او ضد کوي خو چې کله صبر نشي نو زه ورته په قهر شم او دی نور هم په چغو چغو وژاړي."
خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
کورونا وايرس د هغو ټولو ډاکټرانو چې په کورونا وارډونو کې کار کوي نه يوازې ژوند له خطر سره مخامخ کړی بلکې د هغوی پر ټولنيز او کورني ژوند يې ژور اغېز کړی دی. د ډاکټرانو سازمانونو په وينا، کورونا وبا د جون تر ۲۱مې پورې په ټول پاکستان کې د ډاکټرانو په ګډون د طبي عملې څه نا څه ۶۳ غړي وژلې دي.
زه ټوله ورځ په روغتون کې يم او ماشوم ډېر رايادېږي خو چې د کور د دروازې ټلۍ ووهم نو هغه رامنډه کړي نو زه ږغ پر وکړم چې له ما ليرې اوسه.ډاکټر عايشه امجد
مرګونه، ناورغۍ، د وايرس ځان او خپلوانو ته د لګېدو ويره اوس د ډاکټرانو او طبي عملې د ژوند برخه جوړه شوې ده. خو د هغو ښځينه ډاکټرانو چې ماشومانو لري ژوند نور هم له کړاوه ډک دی.
ډاکټر عایشه امجد وايي چې په روغتون کې نور ډاکټران له وایرسه د ځان ژغورنې لپاره يوه يوه جوړه دستانې په لاسوي او دا څلور څلور.
"له ماسره دا ويره وي چې که د ځان زيات خيال ونه ساتم نو هسې نه وايرس کور ته يوسم او خپل ماشوم او نور غړيو ته يې انتقال نکړم."
د ډاکټر عایشې خاوند هم ډاکټر دی او هغه هم په کورونا وارډ کې کار کوي. د دوی دواړو کور ته له تلو سره سم له زوی څخه د ليرې ليرې اوسېدل د ماشوم پر ذهن ناوړه اغېز کړی دی.
"زه کوشش کوم چې ژر ژر ولامبم او بيا هغه په غېږ کې راواخلم خو تر دې له مخه چې زه له هغه ډډه کوم نو دې د ماشوم پر ذهن بد اثر کړی دی. هغه اوس ډېر ژاړي، خپه خپه وي او پر هر څه ضد کوي."
خو د ډاکټر عايشه دوه نيم کلن زوی له ژړا او ضده پرته په ژبه د خپګان اظهار نشي کولای خو البته د احتجاج لارې او تګلارې يې زده دي.
"زه چې ماسک اچوم نو دی يې راڅخه اخلي، کار ته چې ځم نو مې بېګ يا بسته راڅخه پټه کړي، زما او یا د خاوند ماسک پټ کړي او کله نا کله يې ډسټبن يا د ګندو ټوکرۍ ته غورځولی وي."
کورونا وايرس يوازې ډاکټر عايشه له زوی څخه نه بلکې له مور او پلاره هم ليرې کړې ده. د دې مور او پلار په کوهاټ کې ژوند کوي چې د ليدو لپاره به یې هغه هره مياشت ورتله خو اوس موده شوې ده چې هغوی يې نه دې ليدلي.
زه چې ماسک اچوم نو زوی يې راڅخه اخلي، کار ته چې ځم نو مې بېګ يا بسته راڅخه پټه کړي.ډاکټر عايشه امجد
"پخوا به مې مور او پلار سره په دوو يا درې ورځو کې په ټېلېفون خبرې کولې خو اوس مې مور هره ورځ راسره فون راته کوي. د هغې تعليم نشته خو زما د کار مهالوېښ (سکېجول) په ياد زده دی او هروخت راڅخه د ثبوت په توګه تصوير يا ويډيو هم غواړي، هر وخت بس يوه خبره کوي چې له وايرسه ځان ساته."
کورونا وايرس د يوې بلې ډاکټرې جويريه حيات ژوند هم دغسې بدل کړی دی. هغه چې کله له هسپتاله کور ته ورشي نو له خپلو ماشومانو سره تر هغو پورې له ليدو ډډه کوي تر څو لمبېدلې نه وي.
ډاکټر جويريه چې د حکومتي لارښودنو سره سم د يوې اوونۍ تر ډیوټۍ وروسته تر ۱۴ ورځو پورې ځان په کور کې قرنطين کړي نو ماشومان يې کله له کړکۍ او کله د دروازې له دربچو ورته ګوري. ډاکټر جويريه حيات د کوهاټ په ډي اېچ کيو هسپتال کې جنرل سرجن ده.
کله چې کورونا وايرس خپور شو نو د پاکستان حکومت په مختلفو هسپتالونو کې د کورونا ځانګړې خونې جوړې کړي چې دغسې يو وارډ يې په کوهاټ هسپتال کې هم جوړ کړ. خو د ډاکټرې جويريه په وينا ځينو ډاکټرانو په وارډ کې کار کولو ته زړه نه ښه کولی.
"ما چې وليدل ډاکټران په کورونا وارډ کې له کاره ډډه کوي نو د يوه ذمه واره کس په توګه مې ځان د رضاکارې په توګه وړاندې کړ. په تېره بيا ښځينه ډاکټرانو دا ويره لرله چې هسې نه په وارډ کې د کارکولو له کبله خپلو ماشومانو، میندو او پلرونو او نورو خپلوانو ته وايرس انتقال کړو چې زما په فکر دا اندېښنه تر يوه ځایه سمه وه."