پراګ- پاکستان حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د ليټر پر سر د ۲۵ روپیو او ۵۸ پېسو لوړې کړې دي.
د توانايي وفاقي وزير عمر ايوب د جون پر ۲۶مه خپل ټويټ کې وويل چې په نړيواله منډۍ کې د خام تېلو په نرخ کې د اضافې او د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې د کمي له کبله يې دغه پرېکړه کړې.
د ده په خبره د ډيزلو په نرخ کې يې هم ۲۱ روپۍ او ۳۱ پېسې لوړی کړې دي.
بلخوا د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې په زياتوالی د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف ویلي دي چې په کورونا کې راګېر ولس باندې د پټرولو بم راغورځول شوی دی.
شهباز شريف ویلي دي چې د پټروليم په بیه کې لوړوالې د چينۍ سکېنډل په څېر دی.
نوموړی وايي، ځکه دا زياتوالی پر داسې وخت شوی چې له وړاندې په ملک کې د پټرولو کمی دی.
شهباز تور لګوي چې له چينۍ وروسته د پټرولو مافيا ته هم د ولس لوټلو لايسنس ورکړل شوی.
د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي د شهباز شريف له خبرو سره اتفاق کوي او وايي، حکومت چې کله د پټروليم مصنوعاتو نرخونه کم کړل نو د پټروليم کاروبار کوونکیو له مارکېټه پټروليم غېب کړل چې له کبله يې دا وخت په پاکستان کې د پټرولو کمی دی،
نوموړی وايي، همداراز دغه کاروبار کوونکو په حکومت د يادو مصنوعاتو د نرخونو زياتولو لپاره فشار زيات کړ چې په نتيجه کې يې حکومت نرخونه بيا لوړ کړل.
نوموړی زیاتوي،له دې سکېنډله به نيمه ګټه د پټروليم کمپنيانو او نيمه ګټه حکومت ته په ټېکس کې ملاو شي خو له دې پريکړې سره به نه يوازې د ټراسپورټ بلکې د خوراک څښاک او نورو شيانو نرخونه هم زيات شي.
د هوتي په وینا، که يو خوا يو شمېر عام د استعمال شيان په پټرلو چلېدونکو کارخانو کې جوړېږي نو بلخوا خوراکي شيان هم له يو ځايه بل ځای ته په پټرولو چلېدونکو ګاډو کې وړل کېږي.
همداراز څرګندونې په چارسده کې ځينې د سوارليو ګاډو ډريوران هم کوي.
سرتاج خان او ګل خان د خالي پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې له وړاندې يې ګرانۍ ژوند سخت اغېزمن کړی او اوس چې حکومت د پټرولو نرخ زيات کړ نو مشکلات به يې نور هم زيات شي.
دوی وايي، د ورځې دومره هم نه ګټي چې کور ته پرې ماښام سبزي یوسي.
د توانايي وفاقي وزير عمر ايوب په خپل ټويټ کې دا هم ویلي دي چې د برصغير د نورو هېوادونو پر تله اوس هم په پاکستان کې د پټرولو نرخونه کم دي خو د اسلام اباد اسلامي پوهنتون استاد معراج الحق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل چې په نورو هېوادونو کې د حکومتونو د ښه کارکردګۍ له کبله د خلکو اقتصادي وضع ښه ده او هغوی په ګرانه بيه د پټرولو اخستو وس لري.
نوموړي وايي، په هغو هېوادونو کې دومره بې روزګاري او ګراني نه شته لکه څومره چې په پاکستان کې ده.
نوموړي وویل، مسله دا ده چې له حکومت سره پيسې نه شته چې په پټرلو سبسډي ورکړي نو ځکه يې د دې بيې لوړې کړې دي.
په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف وروسته له هغو د پتروليم مصنوعاتو په نرخونو کې زياتوالی د چينۍ سکېنډل په څېر ګرځولی چې سږ کال په اپرېل کې حکومت د چيني بحران په اړه پلټنې وکړي او د تحقیقاتو کمېشن وويل چې له ناورينه د وزير اعظم عمران خان پخواني نېږدې ملګري جهانګیر ترين شوګر ميلیونو تر ټولو ډېره ګټه کړې ده.
تر دې وروسته جهانګیر ترين په بېلا بېلو ټېلېويژني مرکو کې ويلي چې د ده خلاف سازش روان دی او ډېره موده یې له وزیر اعظم عمران خان سره ملاقات نه دی شوی.
د فېسبوک تبصرې