پراګ - د بلوچستان حکومت وايي ، د کورونا وایرس له کبله پر ځپل شوي اقتصاد سربېره یې په کلنۍ صوبايي بودیجه کې د هنرمندانو لپاره ځانګړې برخه بېله کړې ده.
د کلتور او سیلګرۍ په چارو کې د ویراعلا سلا کار عبدالخالق هزاره مشال راډیو ته وویل چې دوي په صوبه کې د مېشتو ټولو قامونو کلتور او هنر ته یو رنګه همیت ورکوي.
ده وویل ، “ د صقافتي خدمتونو لپاره موږ په بودیجه کې شاوخوا ۴۰ کروړه او ۵۰ لاکه روپۍ بېلې کړې دي. د هنرمندانو په فهرست جوړولو لګیا یو او ښايي په هم دې جولايي میاشت کې یو هنر مند ته ۲۵ زره روپۍ ورکړو. هنرمندان یو پلو هسې هم له غریبې طبقې سره تعلق لري او بل د کورونا وایرس له کبله هم ځپل شوي دي. نو دا پیسې به دوي ته ورکوو.”
عبدالخالق هزاره وویل ، په صوبه کې یې د بلوچستان کلتوري مېلې تابیا کړې وه خو د کورونا وایرس له کبله ونه شوه.
د ده په وینا ، په صوبه کې به د مېشتو قامونو د کلتور ورځې په حکومتي سرپرستي کې لمانځي او هم به په راتلونکي کال کې د بلوچستان کلتوري مېله جوړوي.
عبدالخالق هزاره وویل ، کلتور د انسان پېژندګلوي ده نو ځکه یې دوي د پاللو لپاره پوره هڅه کوي.
خو د صوبې هنرمندان او د هنر د ودې لپاره کار کوونکي دا خبره نه مني او وايي چې دوي د تل په څېر په دې حکومت کې هم له پامه غورځول شوي دي.
د پښتو او اردو ډرامو لیکوال او اداکار امان الله ناصر وايي ، په ټول ملک او په ځانګړې توګه بلوچستان کې حکومت هنرمندانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.
د ده په وینا ، هلته یوازې د هغو خلکو خبره اورېدل کېږي چې زور لري او سړکونه بندولای شي.
ده زیاته کړه ، “ هنرمندان خو یوه داسې ډله ده چې نه لارې بندولای شي او نه په زور په چا خپلې غوښتنې منلای شي ، که څه لري او که یې نه لري بس خاموشه ناست وي.”
امان الله ناصر په بلوچستان کې د هنرمندانو د بې وزلۍ بیانولو پر وخت وویل چې هلته اوس هنرمندان د سهار او ماښام پر ډوډۍ قدرت نه لري.
ده وویل ، “په کوټه کې یو نومیالی سندرغاړی دی ، هغه راته وویل چې یوازې د ډوډۍ د تناره مالک ۷۲ زره روپۍ پوروړی دی.”
د امان الله ناصر په وینا ، څوک چې د یوازې د وچې ډوډۍ ۷۲ زره پوروړی وي نو د هغه لپاره یوازې یو ځل ۲۵ زره روپۍ هیڅ هم نه دي.
محمد نعیم د بلوچستان یو له تر ټولو مشهورو موسیقارانو ګڼل کېږي.
نوموړي مشال راډیو ته وویل چې کورونا وایرس یې وار له مخه له ستونزو ډک ژوند لا پسې سخت کړی دی.
محمد نعیم وویل ، “۱۱ زره مې یوازې د کور کرایه ده ، درې څلور زره یې بجلي ، ګېس او اوبه دي ، ناروغي او خوارک څښاک خو لا پرېږده ، څو ځله مې بېلا بېلو ادارو نوم او او معلومات اخیستي خو تر اوسه یې هیڅ هم نه دي راکړي.”
ځوان هنرمند اعجاز افق مشال راډیو ته وویل ، د هنرمندانو ستونزمن ژوند په خپله د دې ثبوت دی چې د ده په وینا ، حکومت او ریاست دوي د ځان نه بولي.
اعجاز افق وویل ، “ په دې کې شک نشته چې په دې ۲۵ زره به د ځینو هنرمندانو څه نا څه کار وشي خو دا په خپله یو سوال دی چې د کومو خلکو یوازې په ۲۵ زره کار کېږي د هغوي به نور ژوند څنګه وي.؟”
په بلوچستان کې او په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سیمو کې په دې ورستیو کې ډېرو ځوانانو د هنر ډګر ته مخه کړې ده.
خو د دوي په وینا ، هلته هنر دومره له پامه غورځول شوی دی چې د اړوند ادارو نیشتوالي له کبله دوي په هنري زده کړو پسې نورو صوبو ته پر تګ مجبور دي.
اعجاز افق وویل چې دا د حکومت زمه واري ده چې هم له هنرمندانو سره مرستې وکړي او هم هغوي ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.
د بلوچستان یو نومیالی انځورګر نصیب الله کاکړ وايي ، په صوبه کې د داسې کسانو کمی نه دی چې خپل کلتور د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي کړي خو د ده په وینا ، دا د حکومت مرستې ته ضرورت لري.
ده وویل ، په کار ده چې حکومت په صوبه کې داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې ټول هنرونه ورسره وده وکړي.
ده وویل ، “ که چېرې د حکومت له پلوه له دوي سره مرسته وشي نو دا کسان به زموږ کلتور خوندي وساتي.”
ده وویل اوس چې څه انځورونه جوړ کړي نو هغه لاهور ، کراچۍ او یا اسلام اباد ته لېږي ، هغه ځکه چې د ده په وینا هلته یې خلک په ارزښت پوه وي او خرڅېږي هم.
نصیب الله کاکړ وویل ، حکومت ته په کار ده چې په صوبه کې د ارټس یوه مناسبه ګېلري جوړه کړي چې ورسره په صوبه کې د موجودو انځورګرانو کار وده وکړي.
رازق فهیم په بلوچستان کې د دودیزې موسیقۍ “چغکې” ته د ودې ورکولو په ګډون یو شمېر نورې هنري او کلتوري هلې ځلې کړې دي.
نوموړی وايي د بلوچستان هنرمندان چې له حکومت څخه کوم شکایتونه لري هغه پر ځای دی او له دوي سره رښتیا هم هغسې چلند نه دی شوی چې دوي پرې ارزي.
ده وویل ، “په دې نژدې ورځو کې یو ملګري راته وویل چې په لورالايي کې د هارمونیم یو تکړه استاد اوس پر کورونو ګرځي او د خیرات په توګه اوړه ټولوي.”
رازق فهیم وویل چې د بلوچستان حکومت د هنرونو د ارزښت په اړه دومره بې خبره دی چې نه توجه ورکوي او نه هم داسې ګڼي چې ګواکې په بلوچستان کې هم هنر موجود دی.
ده وویل ، په دې وروستیو کې په بلوچستان کې لویې کلتوري غونډې وشوې خو هغه ته یې د پاکستان له نورو برخو هنرمندان را بللي وو ، په کروړونو روپۍ یې پرې ولګولې خو د بلوچستان هنرمندانو ته پکې هیڅ هم ونه رسېدل.
په بلوچستان کې هنرمندان د ژوند له نورو برخو سره د اړه لرونکو خلکو په څېر څه سازمان او ټولنه نه لري چې د دوي د حقونو لپاره په اغېزناکه توګه غږ پورته کړي.