د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې چاودنو ۲ کسان وژلي او ۶ یې ژوبل کړي دي


د جنوبي وزیرستان يو پخوانی انځور
د جنوبي وزیرستان يو پخوانی انځور

په کوز او بر جنوبي وزیرستان کې چاودنو د يو ديني عالم په ګډون دوه کسان وژلي او شپږ یې ژوبل کړي دي.

د جنوبي وزیرستان د کوزې ضلعې يو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تیرا ورځ مازیګر مهال د تحصیل برمل اعظم ورسک سیمې بازار کې بمي چاودنې د مولانا اعجاز په نوم یو کس وواژه او ۵ یې ژوبل کړل.

د ځايي‌خلکو په وينا، وژل شوی کس د جمعيت علمای اسلام (ف) غړی وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه ځه نه دي ويلي. پولیسو د تېر په څير دا ځل هم ويلي چې د پېښې پلټنې کوي.

بلخوا د بر جنوبي وزیرستان پولیسو مشال راډيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې د نومبر په ۱۷مه، د سراروغه تحصيل په اينځر کلي‌ کې په يو کور کې دننه چاودنه شوې ده. د پولیسو په وينا په دې پېښه کې د بخت عالم په نامه يو تن وژل شوی او يو بل کس ژوبل شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر، شیرزاده مسید د نومبر په ۱۷مه، مشال راډيو ته وويل چې په کور کې د شوې چاودنې شفافې پلټنې دې وشي. پولیسو ويلي چې د پېښې د سبب معلومولو لپاره یې یې تحقیقات پيل کړي دي.

له تېرو دو کلونو راهیسې، د جنوبي وزیرستان په شمول د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې امنيتي حالات خراب شوي دي. د بېلابېلو ځایونو خلکو د ناامنۍ پر ضد جلسې، مظاهرې او جرګې کړې دي. سیاسي ګوندونه هم پر حکومت نيوکې کوي چې د امنيت لپاره یې ډير څه نه دي کړي.

د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر، مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۷مه په پیښور کې خبریالانو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا وزیراعلی دې خپل پام له سیاسي هلو ځلو ليرې، او امنيت ته واړوي. هغه زیاته کړه چې د خلکو ژوند بايد خوندي کړل شي.

تر اوسه د خیبر پښتونخوا حکومت د نوموړي نيوکو ته څه غبرګون نه دی ښوولی. خو د پاکستان وفاقي حکومت وايي چې امنيتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې هدفي پوځي عمليات پيل کړي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG