د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې یو قیدي په تشدد وژل شوی، د پولیس خلاف لاریون


د کورمې یوه غرنۍ سیمه
د کورمې یوه غرنۍ سیمه

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د پوليسو د حراست پر مهال د يوه قيدي د مړه کېدو د پېښې پرضد مظاهره شوې ده.

د جولايي پر پنځمه د پاړه چنار پرېس کلب مخې ته په شوې مظاهره کې د مړه شوي کس کورنۍ او ځايي خلکو ګډون وکړ.

د قيدي کورنۍ تور پورې کړی چې اسد علي د پوليسو له تشدده مړ شوی دی. دغه ځوان د جعلي کرنسي ساتلو په تور نيول شوی وو. مشال راډیو په دې اړه د پوليسو د دريځ مالومولو لپاره له ځايي چارواکيو سره تماس ونيوی خو هغو په دې حقله له څه ويلو ډډه وکړه.

د مړه شوي کس عمر شل کاله وو او ټېکسي يې چلاوه. تر دې وړاندې هم د جنورۍ پر ۲۸ مه نېټه د پاړه چنار په زندان کې يو کس د پوليسو د حراست پر مهال مړ شوی وو. هغه وخت پوليسو د پېښې تحقيقات او په مبينه وژنه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو اعلان کړی وو خو په دې اړه لا تراوسه څه مخې ته راغلي نه دي.

XS
SM
MD
LG