د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اېن اېف سي اېوارډ دې غونډه جوړه شي: اپوزیشن


اپوزیشن له حکومته غواړي چې اېن اېف سي کې دې د پښتونخوا پیسې هم زیاتې کړي
اپوزیشن له حکومته غواړي چې اېن اېف سي کې دې د پښتونخوا پیسې هم زیاتې کړي

پېښور - د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیشن غړو له حکومته غوښتي چې قامي مالياتي کمېشن (نیشنل فنانس کمېشن یا اېن اېف سي) اېوارډ د غونډې جوړولو لپاره دې قرارداد منظور کړي.

د جولای د ۱۴مې پر مازیګر، په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ غونډې پر مهال د جماعت اسلامي سیاستوال عنایت الله خان تحریک التوا وړاندې کړ.

اپوزیشن په غونډه کې له حکومته وغوښتل چې په اېن اېف سي اېوارډ کې دې د ګټې په حساب د خیبر پښتونخوا برخې زیاتولو لپاره له افغانستان سره ټولې تجارتي لارې پرانیزي.

اپوزیشن دا غوښتنه پر داسې مهال کړې چې د پاکستان حکومت په مې کې د تورخم، په جون کې یې د غلام خان او په جولای کې یې د خرلڅۍ او انګور اډې لارې بیا پرانیستې.

عنایت الله غونډې ته وویل، له ایین سره سم، هر پېنځه کاله وروسته باید اېن اېف سي خپل کار وکړي او اېوارډ ورکړي خو په تېرو ۱۰ کلونو کې دا کار نه دی شوی.

ده وویل، په ۲۰۱۷ز کال کې سرشمېرنه وشوه او ابادۍ ته په کتو د ۲۰۱۸ز کال انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ د څوکیو شمېر بدل شو، خو له سرشمېرنې سره سم د مالي سرچینو د وېش کار ونشو.

ده وویل، د ۲۰۱۸ز کال په مې کې چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې نو د صوبې ابادي هم زیاته شوه نو ځکه د اېن اېف سي اېوارډ له کلیې (فارمولې) سره سم، په کار ده چې د ګټو د پیسو ۶۲ فیصده برخه د ابادۍ په حساب ووېشل شي او د عمودي وېش له کلیې سره سم، د صوبو د امدن ۵۷ فیصده برخه باید د بې وزلۍ په ګډون نورو پرمختیايي عواملو ته په کتو باید ووېشل شي.

عنایت الله زیاته کړه چې دې فارمولو ته په کتو د خیبر پښتونخوا په برخه کې له ۵۰ واخله تر ۱۰۰ اربه روپیو پورې د زیاتوالي اټکل کوي.

د اپوزیشن پیپلز ګوند او عوامي نیشنل ګوند هم د تحریک التوا ملاتړ وکړ او له افغانستان سره یې د سوداګریزو اسانتیاوو پیدا کولو غوښتنه وکړه ځکه چې په وینا یې دا کار د خیبر پښتونخوا امدن زیاتولای شي.

اپوزیشن د پاکستان وفاقي حکومت له لوري د کمېشن پر جوړښت هم نیوکې وکړې چې ولې یې د خیبر پښتونخوا لپاره غړی له پنجابه ټاکلی دی.

د مالیو (ټېکسونو) چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار غزن جمال د حکومتي اقداماتو دفاع وکړه او ویې ویل چې په کمېشن کې د صوبې د مالي چارو وزیر هم شامل دی چې د ټولې صوبې استازی دی.

تر دې مخکې وفاقي حکومت هم د کمېشن جوړښت په اړه انتقاد رد کړی او دا یې له ایین سره سم بللی دی.

په پاکستان کې قامي مالياتي کمېشن اېوارډ له لارې وفاق او صوبو ته د پيسو ونډه ټاکل کېږي.

د پاکستان په ايين کې تر ۱۸م بدلون وروسته د قامي مالياتي کمېشن له اېوارډ سره سم، صوبو ته ۵۷.۵ فيصده او وفاق یا مرکز ته ۴۲.۵ پیسې ورکول کيږي.

همداراز، له ایین سره سم، قامي مالیاتي کمېشن باید هر پېنځه کاله وروسته جوړ شي خو دا موضوع خورا لانجمنه ده نو ځکه اکثر ځنډېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG