د اګست پر ۱۲مه په پاکستان کې ځینو ښځینه خبریالانو په یو ګډ بیان کې ویلي چې له څه مودې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو له ځورونو سره مخامخ دي.
خبریالې بېنظیر شاه پر خپله ټویټر پاڼه په خپور شوي بیان کې ویلي چې پر انټرنېټ هغه وخت د ښځینه خبریالانو پر ضد پروپاګند کېږي، دوی ته دړکې ورکول کېږي او شخصي معلومات یې خپريږي چې کله دوی د کورونا وايرس په اړه پر حکومتي تګلارو یا پر ځینو حکومتي منصوبو نيوکه وکړي.
نوموړې تور پورې کوي چې دا ډول کارونه کوونکي زیاتره حسابونه د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف د غړیو او پلویانو وي.
په دې اړه خبریالې ایمه کوسه د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، د دوی پرضد ناسمې خبرې او منفي تبليغات هغه وخت زیات شول کله چې دوی پر حکومتي کمزوریو او ناکامیو خبرې وکړې.
"په لاهور کې د زده کوونکو لاریون پر مهال موږ د زده کوونکو د اتحاديو د بحالولو خبره کوله. په دې اړه[د پاکستان د بشري حقونو وزيرې] شیرین مزاري او وزیراعظم عمران خان هم ټویټونه وکړل. پر دې مهال د لاریون کوونکو یو منتظم لادرکه شو. دغه زده کوونکی استخباراتي ادارو اوچت کړ. کله چې ما په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه وليکل نو راته بدې ردې ویل او ښکنځل پیل شول."
د لاهور په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د مترقي زده کوونکو سازمان تر سیوري لاندې د زده کوونکو د بېلا بېلو سازمانونو او ډلو غړو د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۲۹مه د خپلو حقونو لپاره د یووالي په نامه لاریونونه وکړل.
له دې وروسته د پاکستان په پارلېمان کې د جنوبي وزیرستان استازي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر بيان خپور کړ چې د نومبر پر ۳۰مه یې وراره فعال عالمګیر وزیر په لاهور کې له پنجاب پوهنتون څخه "نامعلومه کسانو" بیولی دی.
په کراچي کې خبریالې وینګس مشال راډیو ته ويلي چې دوی دې خبرې ته مجبوره شول چې اوس د ځورونې ستونزه د پاکستان له مرکزي حکومت او نورو اړوندو ادارو سره شریکه کړي. هغې تور پورې کړ چې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف حکومتي غړي او پلويان چې کومه ژبه او کوم ټکي کاروي، هغه د ویلو نه دي.
وينګس زياته کړه، "همدا اوس چې وفاقي وزیر اسد عمر کوم ټویټ کړی و که دغه ټویټ تاسې ولولئ نو له هغه نه دا ثابتېږي چې که انلاین ځورونې کېږي نو تاسو جعلي خبرونه ولې ورکوئ. دا اوس یو بل بحث دی چې جعلي خبر دوی څه ته وايي؟ ايا جعلي خبر هغه وايي چې پر حکومت تنقید پکې وشي او حکومت چېلنج کړل شوی وي. دوی خو پر موږ تنقید نه کوي، دوی موږ ته دړکې راکوي."
د اګست پر ۱۲ د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر په یو ټویټ کې ویلي د چا خلاف غلطې خبرې کول که هغه ښځه ده او که سړی غلط کار دی خو جعلي خبر ورکول هم غلطه ده.
بلخوا خبریاله ایمه کوسه وایي، د سړيو په مقابل کې ښځينه خبریالانې پر انټرنېټ زیاتې ځورول کېږي او ډېر بد رد ورته ويل کېږي.
هغه وايي، "که موږ پر پښتون ژغورنې غورځنګ خبره وکړو نو بیا خو ډېر ښکنځل کېږو. دوی دا هم نه شي زغملی چې د پنجاب یوه جینۍ ولې د پښتنو پر ستونزه خبره وکړي، نو دوی پر داسې ستونزو پورته کولو په غبرګون کې پر موږ [انټرنېټي] حملې کوي."
بلخوا د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د اګست پر ۱۲مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي د ښځو خبریالانو په نښه کول او ځورول پرېشانه کوونکی دی، تنقید کونکیو ښځو ته بد رد ویل هېڅکله د منلو وړ نه دي.
بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري چې په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د کمېټې مشر هم دی، پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي چې د دغه مسلې نوټس یې اخيستی او دغو ټولو ښځینه خبریالانو ته بلنه ورکوي چې د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټې ته ورشي او له دوی سره په دې اړه معلومات شریک کړي.
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټې یو غړي سیف الرحمان د اګست پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل دا خبره ناسمه ده چې ګوند یې د خبریالانو په ځورونو کې لاس لري.
د هغه په وينا، "د انټرنېټي جرمونو په اړه قانون شته، که داسې څه وي نو باید چې دوی یې مخې ته راوړي، که څوک په داسې جرمونو کې ککړ وي نو موږ به یې پرضد کاروایي کوو او له مظلوم سره به درېږو."
اخوا بيا د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر مهدي حسن د اګست پر ۱۳ مشال راډیو ته وویل، پر خبریالانو او د اظهار پر ازادۍ پخوا هم قدغنونه وو خو په موجوده وخت کې دا مسله زیاته شوې ده.
هغه وايي، "که څوک خبریال وي، عام کس وي او یا له بلې څانګې سره اړه لري، باید چې د رای احترام یې وشي، زما په فکر دا مسله چې یو جرم دی له پخوا نه په پاکستان کې ده، خو په موجوده وخت کې د پوځ مداخلت په حکومتي چارو کې زیات شوی نو ځکه دا مسله هم زیاته شوې ده."
که څه ځېنې اپوزيشن ګوندونه هم په حکومتي چارو کې د پاکستاني پوځ د مداخلت خبره کوي خو پوځ دا تورونه ردوي.
د ښځينه خبريالانو لخوا د ځورونو په اړه په خپاره شوي بيان کې بېنظیر شاه، امبر شمسي، محمل سرفراز، ایمه کوسه، نذرانه یوسفزۍ، ریما عمر، فرحت جاوید، عاصمه شیرازي، منزا جهانګیر او ځېنو نورو خبريالانو لاسلیکونه کړي او له حکومته يې غوښتنه کړې چې د ښځينه خبریالانو پر ضد د پروپاګند کولو او د دوی په ځورولو کې دې د ککړو حکومتي غړو هم پوښتنه وشي او پر ضد دې يې کارروایي وشي.
د فېسبوک تبصرې