پېښور – په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې په ځانګړې توګه ملاکنډ ډویژن کې د زیات باران وړاندوینه کړې ده.
په دې لړ کې د ډویژن د ټولو ضلعو مرستیال کمشنرانو ته امر شوی چې دې سیمو ته د تلونکو سېلانیانو تګ راتګ دې کم کړل شي.
د خیبر پښتونخوا ملاکنډ ډویژن نه یوازې د صوبې بلکې د ملک په کچه داسې سیمې لري چې د اوړي په موسم کې په لوی شمېر خلک په سېل ورځي.
د سوات مرستیال کمشنر تر کالام پورته سیمو ته د سېلانیانو پر تګ بندیز لګولی او هلته وار له مخه موجودو خلکو ته یې ویلي چې خوندي ځایونو ته ځان ورسوي.
سوات له اوسنیو بارانونو په متاثره شویو سیمو کې راځي چېري چې په شاه ګرام سیمه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي وو.
په سیند کې د باران له کبله پیدا شوی حالت
د پاکستان پپلز ګوند مشر په سیند کې د خپل ګوند حکومت ته امر کړی دی چې وزیران دې تر هغه وخته کورونو ته نه ځي ترڅو يې له ټولو ښارونو او کلیو یې باراني اوبه نه وي اېستلې.
د پپلز ګوند پر رسمي ویب پاڼه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې له وزیراعلا مراد علي شاه او اړوند وزیرانو سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال کړې دي.
بیان زیاتوي چې د لوکل ګورنمنټ وزیر ناصر حسېن شاه بلاول بوټو زرداري ته وویل چې په صوبه کې د بارانو اوبو وچولو هلې ځلې په چټکۍ روانې دي.
د ناصر حسېن شاه په وینا، په کراچۍ ، حیدراباد، لاړکانه ، سکهر او میرپورخاص کې یې یو شمېر سیمې د باران له ولاړو اوبو پاکې کړې دي.
د اپوزېشن ګوندونو له خوا په سیند کې د واکمن پيپلز ګوند پر حکومت نیوکې کېږي چې د باران او سېلاب پر وخت یې له خلکو سره د مرستو لپاره چټک او اړین ګامونه نه دي پورته کړي.
خو د پپلز ګوند بیان وايي چې بلاول بوټو د سیند حکومت د هلو ځلو ستاینه کړې ده او وزیراعلا مراد علي شاه ته ویلي چې په سیمدستي توګه د باران او سېلاب له کبله د اوښتي زیان اندازه ولګوي چې د ده په وینا، له اغېزمنو شویو خلکو سره پر وخت او مناسبې مرستي وشي.
بلاول بوټو پر وفاقي او صوبايي حکومت غږ کړی دی چې د باران او سېلاب له کبله د وژل شویو کورنیو ته دې مناسبې معاوضې ورکړي.
د سیند حکومت وايي چې هلته له باران او سېلاب سره په تړلو پېښو کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي چې تر نیمايي زیات یې په کراچۍ ښار کې دي.
د وفاقي حکومت غبرګون
وزیر اعظم عمران خان وايي، وفاقی حکومت به له سیند حکومت سره په همکارۍ د کراچۍ لويي ستونزې حلوي.
نوموړي د اګست پر ۲۹ مه پر ټویټر پاڼه ليکلي چې د پاکستان ټول خلک د کراچۍ د خلکو په غم کې شریک دي چې وروستیو بارانونو او سېلابونو سخت ځپلي دي.
د عمران خان په وینا په دې لړ کې به په کراچۍ کې د غټو نالیو صفايي او د اوبو په لاره کې غیرقانوني تجاوزات له منځه وړل کېږي، له کورونو د سخا اوبو اېستلو او ډیرانونو لپاره به اقدامات کوي.
د ده په وینا، د کراچۍ ښار اوسېدونکیو ته به د پاکو اوبو رسول یقیني کوي.
د سترګو لیدلی حال
په کراچۍ کې مېشت خبریال نعمت الله وايي چې اوس په یو شمېر سیمو کې باراني اوبه ولاړې دي او په ښار کې له تېرو درې ورځو راهیسې بجلۍ نشته.
نعمت الله د اګست پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل،
"په کراچۍ کې ژوند بلکل درېدلی دی، د چا چې کور دوه پوړيزه دی د هغوي ژوند څه اسان دی خو د چا په کورونو کې چې اوبه ولاړې دي د هغوي په اړه تاسو فکر کولای شئ چې څنګه به ناسته پاسته،پخلی کوي او څنګه به ویدېږي؟"
ده وویل چې د کراچۍ د اوو ضلعو په ګډون د سیند ۲۰ ضلعې افت زده ګرځول شوې دي او تر کراچۍ وروسته دادو ضلعه هم ډېره ځپل شوې ده.
د پاکستان د موسمیاتو ادارې ویلي دي چې په تېرو څور ورځو کې په کراچې کې تر ۲۰۰ میلي میټره زیات باران شوی دی کوم چې د دوي په وینا په لسیزو کې بې ساري دی.
خبریال نعمت الله د باران او سېلاب د زیات تاوان د وجوهاتو په اړه وویل چې په ځانګړې توګه کراچۍ کې د ابادۍ له زیاتېدو سره سم ودانۍ په مناسبه طریقه نه دي جوړې شوې.
ده وویل، "په کوم ځای کې چې د یو وړوکي کور ګنجایش وو هلته د ۱۵ یا ۱۶ کورونو یوه لویه ودانۍ درول شوې ده ، د اوبو لپاره پر جوړو نالیو کورونه جوړ شوي دي نو د هغه له کبله اوس په کورونو کې اوبه ولاړې دي."
په پاکستان کې د اګست له ۲۷مې بارانونو او سېلابونو د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي. تر سیند صوبه وروسته په خیبر پښتونخوا کې ډېر تاوان رسېدلی دی.
د فېسبوک تبصرې