د خیبر پښتونخوا په ګډون په نور پاکستان کې هم په پشکال پسې د بارانونو وروستۍ لړۍ زښته ډېر زیانونه اړولي دي. په سیند صوبه کې کراچۍ ښار تر ټولو بد اغېزمن شوی دی.
په ملک کې یې په لسګونه خلک وژلي او ژوبل کړي دي. ګڼ کورونه اوبو چپه کړي دي. د همداسې یوه افت ذکر له مشال راډیو سره د چارشنبې په ورځ د سوات سیمې یوه اوسېدونکي خیال محمد هم وکړ. دی وايي د دوی د بهرین تحصیل په شګۍ شاګرام سیمه کې د اګست پر ۲۷مه د اوبو اسماني تندر راپرېوتو چې پکې د دوی ټوله محله یې لاهو کړه. نوموړی زیاتوي، په دې کې لس کسان مړه شوي و او پنځه لادرکه وو چې نن پکې هم يو مړی په سوات سيند کې وموندل شو.
خیال محمد وويل په دغه پېښه کې ۲۱کورونه اوبو وړي دي چې پکې د دوی هغه هم شامل و. نوموړی وايي حکومت د مړي پر سر د پنځه لکه روپو او د ژوبل تن پر سر د يو لک روپو مرستې کړي خو د چا کورونه چې ړنګ شوي نو له هغوی سره حکومتي مرستې ډېرې کمې دي: ''دا وخت هم باران ورېږي او زموږ کورونه ړنګ دي نو له ډېرو مسلو سره مخ يو. نهه کسیزه کورنۍ يو او له خپلوانو سره دېره يو. حکومت راته يوه خېمه او دوه بړستنې راکړي دي. همداراز يو وار يې راته خوراکي شيان راکړي چې پکې يو ډبی غوړي، دړۍ چيني او پاو چای شاملې دي او نور هېڅ نشته.''
خيال محمد زياتوي چې کله د اوبو اسماني تندر راپريوتو نو کورونه له اوبو ډک شول او دوی په ديوالونو او تر دې چې د کوټو په روشن دانونو خپل بچي بهر ته وويستل. دی وايي د ژغورنې په عملياتو کې ورسره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې. خو دخیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سمبالولو اداره پي ډي اېم اې وايي، دا وخت یې د صوبې په شپاړسو ضلعو کې د خلکو له ژغورلو سره سره هغوی ته د مرستو هلې ځلې روانې دي.
د یادې ادارې مشر پروېز خان په چار شنبه مشال رېډيو ته وويل، په مردان، صوابۍ، کوز دير، بر دير، بونير، شانګله، سوات، بټګرام، تورغر، برکوهستان، ډېره اسماعيل خان، جنوبي وزيرستان، ټانک، کرک او کوهاټ هغه سيمې دې چې پکې یې امدادي هلې ځلې په تندۍ سره روانې دي. د نوموړي په وینا په ځينو سيمو کې د خلکو د ژغورنې عمليات روان دي او زیاتوي چې د چا کورونه ړنګ دي نو هغوی ته خېمې، کمبلې، لوښي او خوراکي توکي ورکوي او د لارو په پاکولو یې هم کار روان دی.
د قبايلي سيمو لپاره د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې پخوانۍ ادارې يو پخوانی مشر چارواکی محمد حسيب د سپټمبر پر دوهمه نېټه له مشال راډيو سره په خبرو کې د سېلاب ځپلي خیال محمد خبرې تاییدوي خو زیاتوي چې د دې لویه وجه دا ده چې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې که يو خوا کافي وسايل نلري نو بلخوا ډېرې انتظامي مسلې لري. نوموړی وايي په صوبايي کچه دغه ادارې له سره د خلکو د ژغورنې لپاره هېلې کاپټرې، کافي ايمبولنسونه او نور ګاډي نلري. دی وايي تر دې چې د سېلاب ځپلو لپاره ځانګړی خوراک هم د نشت برابر وي.
محمد حسيب وايي تر ټولو مهمه خبره چې په دغهادارو کې نشته هغه دا ده چې دا ادارې له نورو ادارو لکه پوليس، زراعت، تعليم، ټرانسپورټ، صحت، بلدياتي حکومت او نورو ادارو سره يو مضبوط د همکارۍ پياوړی نظام نلري چې دارنګ په شريکه د افتونو پر وړاندې مبارزه وکړي: ''د دې ادارو کمېشن نه جوړېږي او نه يې غونډې کېږي. که چېرې د دوی غونډې کېدایه او پکې د ټولو ادارو چارواکو ګډون کولای نو کېدای شوه چې اوس يې د دې مسلو حل راويستلی وی. د ضلعو په کچه هم د دې ادارو له يو بل سره همکاري نشته. په دې ادارو کې ناست خلک هم د ژغورنې د عملياتو په اړه پوهه نلري.''
د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې پي ډي اېم اې مشر پرويز خان ياد تورونه رد کړل او زياته يې کړه چې په خیبر پښتونخوا کې د سلابونو له کبله ځاني او مالي تاوانونه ځکه زيات کېږي چې يوشمېر خلک غريبانان دي او د خټو په کچه کورونو کې ژوند کوي، په ارزانه بيیه د خوړونو او سيندونو سره نږدې ځمکو باندې کورونه جوړوي اوله ۷۰ کالو راهيسې زياتره ابادي بغېر نقشې جوړه شوې چې پکې د اوبو د نکاس سم خيال نه دی ساتل شوی. پرويز خان زياتوي په خیبر پښتونخوا کې د جولای له ۱۵ مې تر اوسه په بارانونو او سېلاونو کې ۴۳ کسان مړه او ۶۵ ژوبل شوي دي او ۲۸۵ کورونه ړنګ شوي دي.