د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان د خپل سلاکار باجوه استعفا رد کړه


 د پاکستان د وزيراعظم سلاکار جنرال (ر) عاصم سليم باجوه
د پاکستان د وزيراعظم سلاکار جنرال (ر) عاصم سليم باجوه

وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو لپاره د خپل ځانګړي سلاکار او پوځ د پخواني جرنیل عاصم سلیم باجوه استعفا نه ده منلې.

عاصم باجوه پرون (سپتمبر ۴ ) له هغه وروستو د سلاکارۍ چوکۍ پرېښودو اعلان وکړ، کله چې پر هغه او د هغه پر کورنۍ تورونه پورې کړل شو چې په پاکستان دننه او بهر یې د میلیونونو ډالرو کاروبار دی.

وزیراعظم نن د سپتمبر پر څلورمه نېټه ویلي چې د عاصم سلیم باجوه وړاندې کړي ثبوتونه او سپیناوی ورته د اطمینان وړ دی او هغه ته یې ویلي چې د ځانګړي سلاکار په توګه کار له ادامه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د اګست پر ۲۷مه د خبريال احمد نوراني لخوا پر ((فېکټ فوکس)) وېبپاڼې خپور شوي یو ځانګړي څېړنيز راپور کې ادعا شوې وه چې عاصم باجوه او کورنۍ يې په څلورو هېوادونو پاکستان، امريکا، متحده عرب امارات او کاناډا کې پانګونه کړې ده او هلته د مليونونو ډالرو کاروبار او جايدادونه لري. باجوه دا تورونه رد کړي دي.

د راپور له مخې عاصم باجوه په ۲۰۰۲ز کال د کرنېل په حېثيت د پخواني پوځي جرنېل مشرف په عمله کې شامل و نو دغه وخت و چې د هغه ورورو د پاپا جونز پېزا رېسټورېنټ له لارې خپل خانداني کاروبار پېل کړ.

د پاکستاني خبریال احمد نوراني دې لیکنې ترمخه پوځ کې د خپلې څوکۍ له پلوه له مخکې سره د عاصم باجوه کاروبار هم ورځ تر ورځې وده کوله او دا وخت باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالک دی.

د خبریال احمد نوراني ترمخه د عاصم باجوه ښځه فرح زېبا د خپل خاوند وروڼو ملکیتي باجکو نومې کاروباري ګروپ کې د برابر حصه لري او په کال ۲۰۱۵ د عاصم باجوه دوه زامنو په هغه وخت کې په امریکا کې کاروباري کمپنیانې پرانېستې وې کله چې د دوی پلار د پاکستان پوځ‌ د عامو اړیکو څانګې مشر و.

لیکنه زیاتوي چې باجوه خاندان درې هېوادونو کې د ۸۲ کمپنیانو له لارې د ۴۰ میلیونه ډالرو زیاته سرمایه کاري کړې ده.

خبریال احمد نوراني دا دعوه هم کړې چې امریکا کې د رسمي سندونو د لارې عاصم باجوه د ښځې امریکا کې د ۱۳ کمرشل یا تجارتي عمارتونو ملکیت پخلی کېږي.

څرګنده دې وي چې جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه د پوځ د عامو اړیکو څانګې مشر پاتې کېدو وروسته د بلوچستان کور کمانډر په څوکۍ باندې هم پاتې شوی و.

نن سبا هغه د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سرحکار او د پاکستان چین اقتصادي پروژې لپاره جوړ اتارټۍ مشر دی.

په وروستیو کې وزیراعظم د سلاکار په حېث عاصم باجوه د اثاثو فارم کې لیکلي وو چې د هغه ښځه بهرني هېواد کې هېڅ جایداد نه لري.

فرحت الله بابر د خبریال احمد نوراني دغه رپورټ کې عاصم باجوه د کاروبار په سر راپورته شوي سوالونه ډېر سنګینه بولي.

له ډیوه ریډیو سره په خبرو کې فرحت الله بابر د پاکستان حکومت او پوځ نه د رپورټ د پلټنو د غوښتنې دغه عمل سر ته د رسېدو پورې د عاصم باجوه د څوکۍ نه لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

فرحت الله بابر وویل د رپورټ په اړه د عاصم باجوه او د حکومت خاموشي به شکوک او شبهات نور هم زیات کړي.

هغه وویل غواړي ترڅو د دغه معاملې تحقیقات کېږي تر هغې دې عاصم باجوه په خپله د خپلې عهدې نه ځان خپله لرې کړي.

جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه فېټ فوکس رپورټ رد کړی دی او دایې د هغه او د کورنۍ خلاف ناوړه پروپګېنډه ګرځولې ده.

عاصم باجوه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د نامعلومه وېب پاڼې له لارې په هغه او خاندان لګول شوي الزامونه په کلکه ردوي.

خبریال احمد نوراني ترمخه د دغه رپورټ د خپرېدو وروسته د کاروباري کمپنیانو د څار حکومتي ادارې پر وېب پاڼه باندې د مخکې نه درج د عاصم باجوه زامنو ملکیت کمپنیانو تفصیلات لرې کړی شوي دي.

د بشري حقونو کارمنده رابعه محمود ټویټ کړی چې د احمد نوراني د رپورټ خپرېدو وروسته د هڅو باوجود فېکټ فوکس وېب پاڼې ته رسايي نه کېږي.

دفاعي څیړونکي ډاکتر عایشه صدیقه په یو ټویټ کې د عاصم باجوه غبرګون ته په اشاره لیکلي چې په یو ساده ټویټ دا معامله نه خلاصیږي.

نوموړې هغه ته لیکلي چې غوره به دا وي چې ته په خپله دفاع کې مستند ثبوتونه وړاندې کړې.

XS
SM
MD
LG