د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي پټلۍجوړېږي


د ریلوې وزارت زیاتوي چې د دې پروزې له کبله به یو نيم لکه خلک په روزګار شي.
د ریلوې وزارت زیاتوي چې د دې پروزې له کبله به یو نيم لکه خلک په روزګار شي.

پراګ- د پاکستان د ريلوې وزارت وايي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژه کې یې له کراچۍ تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ غځولو منصوبې منظوري ورکړې ده.

د ریلوې وزارت زیاتوي چې د دې پروزې له کبله به یو نيم لاکه خلک پر روزګار شي.

د ريلوې وزارت وفاقي سيکټري حبيب الرحمان ګيلاني د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راديو ته وويل چې دا پټلۍ به ۱۸۷۲ کلومېټره اوږده وي او د ۶ اربه ډالرو زیات لګښت به پرې راځي.

ده وویل، " تر دا مهاله دې پروژه کې چې کوم کار شوی په هغې کې د دې پروژې ابتدايي نقشه یا ډيزاين مکمل شوی دی، د سېپټېمبر پر ۱۰مه د پرمختګ لوړ پوړي کميټۍ او مرکزي اقتصادي کميټۍ هم د دې پروژې منظوري ورکړه بله د دې منصوبې چې کوم بنیادي اسناد دي هغه هم منظور کړل شوي او دا مهال موږ د دې پروژې ابتدايي کار لپاره تیاري کوو."

د ګيلاني په خبره د دې پروژې ټوله کاغذي کاروايي مکمله شوې ده او عملي کار به پرې د ۲۰۲۱ز کال د جنورې په میاشت کې پيلېږي.

نوموړی وايي، د دې پروژې لومړۍ مرحلې مکمل کېدو نېټه به د ۲۰۲۴ز کال دسېمبر میاشت وي.

خو د پېښور پوهنتون د اکنامکس څانګې مشر ډاکټر ځلاکت ملک وايي د هر هیواد اقتصادي ترقۍ بنیادي دارومدار په پرمخ تللي مواصلاتي نظام وي او دا پروژه به د خيبرپښتونخوا او افغانستان د اقتصاد لپاره ډېره ګټه وره وي.

ده وویل، "د ريلوې ټريک دا پروژه ډېره مهمه ځکه هم ښکاري چې دا به تيز رفتاره وي خو که دا له کراچۍ څخه تر پېښوره په ريښتیا جوړه شي دا به خيبر پښتونخوا ته ډېره ګټه ورسوي. خدای دې وکړي چې په افغانستان کې امن راشي او بیا ورسره د پاکستان اړيکې هم ښې وي نو دا پروژه مرکزي اسیا پورې دې سره به پېښور یو نړيوال اقتصادي مرکز وګرځي".

بلخوا د خيبر پښتونخوا د چيمبر اف کامرس مشر مقصود انور وايي چې د دې پروژې له کبله به د خيبر پښتونخوا او افغانستان اقتصاد ډېر پرمخ لاړ شي.

خو د ده په وینا، له تيرو شپږ کالو په موجوده پټلۍ تر پېښوره د مال ګاډو تګ راتګ بند دی خو که دا ټريک جوړ شي او تر افغانستانه وغځېږي نو خيبر بښتونخوا به د اقتصاد یو لوی مرکز جوړ شي.

د ریلوې وزارت په خبره له پېښور تر تورخمه او بیا تر جلال اباده د ریل پټلۍ غځولو پروژه د پاکستان حکومت برابره کړې ده او له کراچۍ څخه تر پېښوره د ریلوې نوې پټلۍ له غځېدو سره به پر تورخم جلال اباد پروژه هم کار پيل شي.

XS
SM
MD
LG