د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې یو تن په هدفي برید کې وژل شوی دی


پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د داسې پېښو پرضد احتجاجي ناستې او پرلتونه ترسره کړي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د داسې پېښو پرضد احتجاجي ناستې او پرلتونه ترسره کړي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو او انتظامي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط د اکتوبر ۱۷مې په شپه مشال راډیو ته وویل چې د خالي (شنبې) پر ورځ په محمد خېل لانډ سید اباد سیمه کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو یو کس ویشتلی دی.

د دوی په وینا، پټ مخي وسله وال په تېښته کې بریالي شوي دي.

د برید ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د نور تشدد تر څنګ هدفي وژنې هم دوام لري.

د مشال راډیو د ساتلیو معلوماتو له مخې، په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې تر اوسه ۳۳ هدفي وژنې شوې دي. په ۲۰۱۹م کال کې هلته د هدفي وژنو شمېر ۵۱ وو.

په عین وخت کې د دته خېل په محمد خېلو کې د ځايي خلکو د پرلت د اکتوبر پر ۱۸مه اووه ورځې پوره شوې ده.

د پرلت ګډون وال وايي په دې سیمه کې د ستمبر پر ۱۵مه تر بمي برید وروسته امینتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۵ کسان نیولي چې د دوي په وینا بې ګنا دي او باید خوشي شي.

خو امنیتي ادارو لا له وړاندې ویلي چې دغه کسان په ترهګرۍ کې ککړ دي او د پرلت په غوښتنو یې نه خوشي کوي.

د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیه وايي چې له پرلت والو سره مذاکرات کوي.

په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او پوځ ترمنځ پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي‌ خلکو په وار وار په شمالي وزیرستان کې د داسې پېښو پرضد احتجاجي ناستې او پرلتونه ترسره کړي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د پاکستان پوځ په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو تر بریدونو وروسته پر عام او بېګناه ولس تشدد کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر پر ۱۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د ایف سي ار قانون په څېر اجتماعي سزاګانې په دې وروستیو کې ډېرې زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل، تېره میاشت د جنوبي وزیرستان په شکتوي کې تر وسله وال برید وروسته پر عام ولس تشدد وشو او له هغه راهسې دا لړۍ تونده شوې ده.

ده وویل، "د شمالي وزیرستان په خیسور علاقه کې هم تر یو ناخوښه پېښې وروسته دوي پر عامو خلکو تشدد کړی وو، د یوه کور نهه تنه یې وړي وو او د هغوي یوه خور وه او بیا یې ځانوژنه کړې وه، بیا یې په بویه محمد خېل کې تر یو پېښې وروسته عام ولس وهلی ټکولی وو او پرون (د اکتوبر پر نهمه) په روغه منظرخېلو کې تر یو ناخوښه پېښې وروسته دوي پر عام ولس تشدد وکړ او هغوي یې ونیول."

منظور پښتین وویل پوځ باید د وسله والو د بریدونو سزا عام ولس ته ورنکړي او د ده په وینا، هلته تر ناخوښو پېښو وروسته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز ونه لګوي.

اجتماعي سزا ګانې به د ایف سي ار قانون له مخې ورکول کېدې خو قبایلي ضلعې اوس د خیبر پښتونخوا برخه دي او هلته د پاکستان عام قانون غځېدلی دی.

حکومتي او پوځي چارواکي دا خبره ردوي چې ګواکې هلته تر بریدونو او چاودونو وروسته عام او بې ګناه خلک ځورول کېږي.

XS
SM
MD
LG