د پاکستان پنجاب صوبې په خوشاب ښار کې پوليس وايي، د نیشنل بانک مشر د هغه محافظ د شخصي لانجې پر اساس وژلی دی.
ملک عمران حنيف د نومبر پر څلورمه نېټه سهار وختي د بانک محافظ هغه مهال په ډزو وواژه چې کله هغه بانک ته ننوتلی. تر پېښې سمدستي وروسته پر ټولنيزو رسنيو د تورن کس ويډیو خپره شوه چې پکې نوموړی تور پوري کوي چې ملک عمران يې ځکه ويشتلی چې د ده په ادعا هغه د پېغمبر اسلام سپکاوی کړی دی. په يوه بله ويډیو کې له هغه سره يوشمېر کسان ملګري دي چې د ده د دې ګام ملاتړ کوي.
په يوه درېمه ويډيو کې هغه د خوشاب قايد اباد تاڼې پر بام ولاړ ليدل کېږي چې ورسره نور خلک هم ملګري دي.
خو له دې وروسته د وژل شوي منيجر د تره ويډیو په ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې پکې هغه د بانک د محافظ تور رد کړی او ويلي يې وو چې هغه دا کار د شحصي دښمنۍ له مخې کړی دی.
د خوشاب قاید اباد تاڼې اې اېس ای د نومبر پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل، د بانک منېجر او د هغه د محافظ ترمنځ شخصي لانجه وه. د ده په خبره، محافظ به کار ته ناوخته ورتله او بل له خلکو سره يې رويه ښه نه وه چې منيجر به هغه له دغسې کولو منع کاوه. د قتل پر ورځ هم منيجر هغه ته هېڅ نه وو ويلي خو دا خبرې د هغه په ذهن کې پرتې وې او دا يې خپله بې عزتي ګنله. له دې پرته یې بله هېڅ لانجه نه وه.
د ملک عمران په وژنه تورن محافظ احمد نواز نومېږي چې داوخت پوليسو نيولی دی.
ملک عمران په ډزو کې تر زخمي کېدو وروسته لاهور ته يوړل شو چې په سروسز هسپتال کې د ټپونو له وجې مړ شو.
نوموړی د نومبر پر څلورمه نېټه د خوشاب په جوهر اباد سيمه کې خاورو ته وسپارل شو. ځايي کسانو د هغه د جنازې پر مهال جوړه کړې ويډيو له مشال راډيو سره هم شريکه کړې ده. په ويډيو کې ښکاري چې په يو لوی میدان کې د سلګونه کسانو صفونه ولاړ دي چې ورته امام وينا کوي.
امام د ملک عمران د وژنې تفصيلات ورکوي او هغه تورونه دروغ بولي چې ګواګې هغه د توهين رسالت له وجې محافظ وژلی دی. امام پر دې مهال پر خلکو غږ کوي چې لاسونه پورته کړي او دا ګواهي ورکړي چې وژل شوی کس ناحقه وژل شوی او داچې هغه قادیانی نه وو.
خلک لاسونه پورته کړي او ځينې پکې غږ پورته کړي چې دا (قتل دی).
دا لومړی ځل نه دی چې يو وژونکي شخصي دښمنې ته مذهبي رنګ ورکوي بلکې تردې وړاندې د توهين رسالت په نوم ګڼې داسې نورې پېښې هم شوې دي.
د پنجاب پخواني ګورنر سلمان تاثير، د مردان د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان او د پېښور عدالت کې د طاهر احمد نسيم وژنې يې مثالونه دي خو له دې پرته د پاکستان او نړۍ بشري حقونو سازمانونو په وينا چې په دې هېواد کې اوس هم يوشمېر کسان د توهين رسالت په تور په جیلونو کې دي.
شفيق بلوچ د لاهور های کورټ وکيل دی او د توهين رسالت په پېښو ژور نظر ساتي. نوموړي د نومبر پر پنځمه نېټه مشال راډيو ته وويل چې د توهين رسالت تر ۹۰ فيصده پورې رپورټ شوې پېښې د شخصي دښمنيو او کرکو پر اساس رامنځ ته شوې دي.