د دیسمبر پر درېیمه د پاکستان پیپلز ګوند د صوبایي اسمبلي غړي احمد کنډي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل مخالف سیاسي ګوندونه داسې ثبوتونه لري چې په صوبه کې د یو ارب ونو نالولو د پروژې پشمول په ځینو نورو لویو پروژو کې درغلي شوې ده په. د هغه په وېنا د ټول پاکستان ۵۰ فیصده ځنګلونه په خیبر پښتونخوا کې دي خو د تحريک انصاف حکومت بيا هم دلته د ځنګلونو د زیاتولو خبره کوي.
نوموړي وويل: ((د صوبې د یو ارب ونو لګولو په وخت په ځینو ځایونو کې دوه وارې پېسې لګول شوې دي. د ځینو بوټو نرخونه ګران ښودل شوې دي. په ځینو سیمو کې بوټي لګېدلي نه دي او پېسې کټ شوي دي. موږ دا مسله په سټېډنګ کمیټي کې راپورته کړه او یوه سپېشل کمیټي مو هم جوړه کړه. لومړنۍ دوره یې د بنو وکړه او د هغو ځایونو معاینه مو وکړه چې د حکومت په وېنا دغلته یې بوټي کرلي وو خو داسې نه وه. موږ دوی ته اوس بیا ویلي چې د تحقیقاتو یوه کمیټي جوړه کړئ. یوازې د بلین ټریز پروژه نه ده نورې هم داسې پروژې دي چې پکې مالي درغلۍ شوې دي. اوس سپریم کورټ هم دا مسله پورته کړې ده.))
تحريک انصاف وايييو ارب ونې یې لګولې دي. کوم دي؟ موږ خو يو ارب ونې نه وينو. دوی دې هغه نوی ځنګل وښييچې دوی جوړ کړی دیبهادرخان
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په خپل لومړي دور کې په ۲۰۱۴م کال کې د اربونو ونو بوټو د لګولو پروژه د بلین سونامي ټریز په نوم پېل کړې وه. دا یې هم ویلي وو چې له دې سره به په صوبه کې ځنګلونه زیات شي، پر ځنګلونو د ډکو ځمکو شرح به پنځه فیصده لوړ شي چې پکې په مالاکنډ او د صوبې جنوبې ضلعو کې د ونو نالول هم شامل وو.
خو له دیر څخه د عوامي نېشنل ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړي بهادر خان د ديسمبر پر درېممه نېټه مشال راډیو ته وویل حکومت چې په مالاکنډ کې د دوی په خبره د لګول شوو ونو کومه شمېره ښیي هغه په نظر نه راځي. ((حکومت کمېشن ته غاړه نه ږدي. دوی ځکه غاړه نه ږدي چې بیا به ولس ته ريښتیا مالوم شي. زه د مالاکنډ یم دوی دې ماته وښیي چې دوی دلته په کومو ځایونو کې نوي ځنګلونه جوړ کړي یا یې یو لاک ونې لګولې دي. حکومت وایي په مالاکنډ کې یې په کروړونو ونې بوټې نال کړي خو موږ څه نه وینو.))
د پاکستان سپریم کورټ د دیسمبر په لومړۍ نېټه په پاکستان کې د اربونو ونو لګولو د پروژې په اړه د یو کېس اورېدنې پر وخت چېف جسټس ګلزار احمد په خیبر پښتونخوا کې د یو ارب ونو لګولو پر پروژه نیوکې وکړې او دا یې هم وویل که د خیبر پښتونخوا حکومت یو ارب ونې نال کړي دي نو دغه بیا په نظر ولې نه راځي؟
اپوزیشن ګوندونو ته په هر څه کې درغليښکاري خو ثبوت ورسره نشته. که ورسره وي، نو راوړاندې دې یې کړيشوکت یوسفزی
اپوزیشبلخوا په خیبر پښتونخوا کې د یو ارب ونو لګولو پروژه – بیلین ټري سونامي – کې د مبينه درغليو لپاره د صوبايي اسمبلۍ د یوې ځانګړې کميټۍ مشر او د تحريک انصاف غړي، شوکت یوسفزي د ديسمبر پر درېمه مشال راډیو ته وویل مخالف سیاسي ګوندونو سره که د د ونو کرلو د پروژې او یا نورو منصوبو کې درغلیو ثبوتونه وي نو وړاندې دې یې کړي.
هغه زیاته کړه: ((مخالف سیاسی ګوندونه له لومړۍ ورځې څخه د درغلیو تورونه لګوي. په هره منصوبه دوی نیوکې کوي. دا د بدنامولو یوه هڅه ده. له دې سره داسې پروژې متنازعه کیږي. ما مخالفو مشرانو ته په اسمبلۍ کې هم وویل او اوس هم دا وایم چې که اپوزیشن ته داسې لګي چې په دغه او یا نورو پروژو کې درغلۍ شوي دي نو موږ پلټنو ته حاضر یو. دوی چې څه وخت وایي ثبوټ دې راوړي. د یو ارب ونو لګولو پروژه ډېره کامیابه وه. له دې سره چاپيريال ته ډېره ګټه رسيږي او ټولې نړۍ د دغه پروژې ستاینه کړې ده.))
وزیراعظم عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې په ټول هېواد کې د ۱۰ اربو ونو بوټو د پنځه کلنې پروژې د پېلولو پر وخت ویلي وو چې د دوی ګوند په خیبر پښتونخوا کې دغه پروژه ټولې نړۍ ستایلی او ځکه یې هم اوس د ملک نورو برخو ته غځوي.