د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د ایډز ناروغي زیاته شوې ده: افضل زرکون


په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي‌ ، په دې ورستیو کې هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي‌ ، په دې ورستیو کې هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي،‌ په صوبه کې په اېډز ناروغۍ اخته تر ۱۵۰۰ زیات کسان د دوی په مرکزونو کې داخل شوي او تر ۷۰۰۰ لا هم بې علاجه ګرځي.


د یادې ادارې مشر محمد افضل زرکون د دسمبر پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې هره ورځ د دوی مرکزونو ته په دې ناروغۍ اخته کسان ورځي او ځان د علاج لپاره ثبتوي.

"په بلوچستان کې زموږ دوه لوی مرکزونه دي. یو په بولان میډیکل کالج کوټه کې او بل د تربت په ضلعې روغتون کې دی. په کې په مجموعي توګه ۱۵۰۰ ناروغان رجسټرډ دي چې ۳۲۷ په تربت او نور د کوټې په مرکز کې دي. اوس هره ورځ یو یا دوه نوي ناروغان زموږ مرکزونو ته راځي."

په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي‌ ، په دې ورستیو کې هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.
په بلوچستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي‌ ، په دې ورستیو کې هلته په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

افضل زرکون وویل چې د ناروغانو د اسانتیا لپاره یې اوس د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې پنځه نور مرکزونه هم پرانېستي دي. ده وویل چې دې مرکزونو ته نور هر څه ورکړل شوي دي یوازې یې د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو اړوند تربیت پاتې دی.

"یو د لورالايي په ضلعي‌ روغتون کې دی ، بل د ډېره مراد جمالی په ضلعي روغتون کې دی، بل په لسبېله کې دی، بل به خضدار او بل د نوشکي په ضلعي روغتون کې دی."

افضل زرکون وویل چې هر څوک دې مرکزونو ته ورتلای شي او هلته به یې مفت ټسټونه او علاج کېږي.

د ده په وینا، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر ولس غږ د مرستې غږ کوي او خواست کوي چې ناروغي پټه نکړي بلکې علاج یې وکړي.

په بلوچستان کې په اېډز ناروغۍ د اخته خلکو علاج کوونکی ډاکټر خدایداد عثماني وايي ، د اېډز ناروغۍ په اړه دوې خبرې ډېرې مهمې دي.

د ده په وینا، لومړۍ خبره دا ده چې اېډز اوس قابل علاج مرض دی او دویمه خبره دا ده چې دا ناروغي یوازې له جنسي تعلاقاتو نه لګېږي.

"کله نا کله دا ناروغي په ناڅاپي توګه هم لګېږي، لکه د عملیاتو یا اپرېشن پر وخت، د وینې ورکولو یا لګولو پر وخت، د ستنو له لارې لګېدای شي، حامله مېرمنو ته د مناسب سهولتونو نیشتوالي له کبله لګېدای شي، نویو زېږېدلیو ماشومانو ته له موره لګېدای شي، د تلیسمیا ناروغانو ته د بیا بیا وینې لګولو له کبله لګېدای شي. نو مطلب دا دی چې خلک باید دا ناروغي د شرم وړ ونه ګڼي او مرکزونو ته دې راشي‌ علاج دې وکړي‌ او د عامو خلکو په څېر ژوند دې وکړي."

افضل زرکون وویل چې دا وخت په پاکستان کې په مجموعي‌ توګه د اېډز ۲۶۰۰۰ ناروغان په رسمي‌ توګه ثبت دي‌ او علاج یې روان دی خو اټکل کېږي‌ چې ۱۶۰۰۰۰ داسې ناروغان دي‌ چې نه تراوسه د اېډز مخنیوي‌ په مرکزونو کې ثبت دي‌ او نه یې هم په منظمه توګه علاج روان دی.

د ملګرو ملتونو د صحت څانګه وايي چې دا وخت په نړۍ کې څه باندې ۲۶ میلیونه خلک په اېډز ناروغۍ اخته دي او علاج یې روان دی.

XS
SM
MD
LG