د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هدفي بریدونو مخنیوی دې وشي: خیبر جرګه


لنډي کوتل جرګه
لنډي کوتل جرګه

په لنډي کوتل کې د خیبر سیاسي اتحاد يوې جرګې د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کړې. د ډیسېمبر پر شپږمه شوې دې جرګې د سيمې پر امنيت او د ځايي خلکو پر کاروبار د لګول شويو حکومتي بنديزونو په باب خبرې وکړې.

پر دې مهال د جميعت علما اسلام ځايي مشر مفتي محمد اعجاز وويل، په سيمه کې هدفي وژنې بيا شروع شوي دي چې مخنیوی يې باید وشي. هغه زياته کړه، په توره شپه وسله وال خلک وژني او وروسته د وژل شويو هېڅوک هم تپوس او پوښتنه نه کوي چې ولې ووژل شول، چا ووژل. نوموړي وويل، بايد له امنیتي ادارو او پوليسو په دې اړه پوښتنې وشي. امنیتي ادارې دلته د څه لپاره موجودې دي؟

د پاکستان پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند ځايي مشرانو بيا په تورخم کې د حکومتي بنديزونو له وجې پر کاروبار د لګول شوي بنديزونه په اړه وغږېدل.

د پیپلز پارټۍ ځايي مشر حضرت ولي اپریدي وویل چې، کله حکومتي ادارو په تورخم کې د ځایی قبایلو پر کاروبار بندیزونه لګول نو هېچا غږ نه پورته کاوه نو ځکه اوس ټول قبایل د بې روزګارۍ له مشکل سره مخامخ شول، پکار ده نور د دغه بندیزونو مخنیوی وکړو او د دې لپاره غږ پورته کړل شي. نوموړي وويل، دې ګام خلک بېروزګاره کړي دي.

د عوامي نیشنل پارټۍ سيدا جان پر تورخم دروازه له پاسپورټ او ويزې بغير د تګ راتګ د اجازې ورکولو، په خیبر ضلع کې د بجلۍ لوډ شېډینګ راکمولو او په ضلع کې دننه نان کسټم پیډ ګاړو ته د تګ راتګ اجازه ورکولو غوښتنې وکړې.

په جرګه کې ناست د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي شفيق شير ډاډ ورکړ چې دا ستونزې به د صوبې له وزيراعلا سره شريکوي.

جرګه په داسې حال کې رابلل شوې چې په دا نږدې ورځو کې په خيبر کې يو سوداګر، یو پوليس افسر، دوه عسکر او يو قامي مشر نامعلومو وسله والو وژلي ول چې په تړاو يې لاهم هېڅوک نه دی نيول شوی.

XS
SM
MD
LG