په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له وجې ۷۲ نور کسان مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شمېر اته زره اووه سوه شپږ نوي ۸۷۹۶ ته رسيدلی دی.
د کورونا وايرس په اړه د حکومت د معلوماتو ويبپاڼې ترمخه تر نن سهاره، (د دیسمبر ۱۳مه) د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېر څلور لکه اته ديرش زره څلور سوه پنځويشتو ۴۳۸،۴۲۵ ته رسيدلي دي. دلته په يوه ورځ کې د کورونا وايرس درې زره درې سوه نهه شپېته ۳۳۶۹ مثبت کيسونه مخې ته راغلي دي.
خو له کوويډ۱۹ ناروغۍ درې لکه درې اته زره ۳۸۳،۰۰۰ کسان بېرته رغېدلي هم دي. په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر له شپږ څلوښتو زرو زيات دي.
خيبر پښتونخوا
په خيبر پښتونخوا کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۶۸۸ مثبت کېسونه ثبت شوي چې ورسره په مجموعي توګه د وايرس وهلو شمېر ۵۲۴۶۳ ته رسيدلی دی.
بلوچستان
په بلوچستان کې صوبه کې د کورونا وايرس کيسونو شمېر ۱۷۷۳۷ ته رسيدلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په دي وروستيو کې ويلي وو چې د اکتوبر مياشتې وروسته د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر کې څلور چنده اضافه شوي.
په همدې حال کې وزيراعظم عمران خان پر ولس غږ کړی چې د وايرس خپريدو مخنيوي لپاره حکومتي لارښوونې په سختۍ سره عملي کړي.