د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او شاوخوا ۲۰ یې ټپي کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، چاودنه د کابل په خوشحال خان مېنه کې شوې ده.
مسعود اندرابي د دسمبر پر ۲۰مه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په چاودنه کې وژل شوي نهه عام افغانان دي.
ده وویل، " تر اوسه د ۲۰ تنو ټپیانو راپور ورکړل شوی چې ټول ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ټپیانو کې په کابل کې د ولسي جرګې یو وکیل خان محمد خان وردګ هم شامل دی او حالت یې ښه دی."
مسعود اندرابي دا یو موټربم چاودنه وبلله چې ویل کېږي هدف یې د ولسي جرګې غړی خان محمد خان وردګ وو.
چا تر اوسه د دسمبر پر ۲۰مه د شوې دې چاودنې ذمه واري نده منلې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې برید په اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنانو په وروستیو درې میاشتو کې ۳۷ ځانمرګي بریدونه او ۵۱۰ چاودنې کړې دي.
د خبرپاڼې په وینا، په دې بریدونو او چاودنو کې نږدې ۵۰۰ عام وګړي وژل شوي او تر ۱۰۵۰ زیات ټپي شوي دي.
بل پلو د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې چاودنې یو پولیس وژلی دوه یې ټپي کړي دي.
د ننګرهار چارواکي وایي چې د دسمبر پر سهار شاوخوا لس بجې د لومړۍ ناحیې اړوند امید اباد سیمه کې د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په رنجر د سرک د غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو تن پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان پر وخت د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښيی.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.