د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت او پولیسو لخوا د یوې ښځې په ګډون ۹ کسان د ترهګریزو فعالیتونو، سړي تښتونو، هدفي وژنو او نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.
د چارواکو په وینا، چې په نیول شویو کې دوه کسان د پولیسو او ۷ نور کسان چې یوه په کې ښځه ده د ملي امنیت منسوبینو نیولي دي.
امنیتي چارواکي زیاتوي، سره له دې چې یاد نهه کسان په بېلابېلو عملیانو کې نیول شوي، خو په څېړنو کې مالومه شوې، چې د ملي امنیت لخوا نیول شوي کسان د حقاني ډلې یو ګروپ پورې اړه لري.
د ډېسېمبر پر ۲۲مه د خوست امنیه قوماندان پاسوال محمد داود امین د پولیسو لخوا د نیول شویو کسانو په اړه مشال راډیو ته وویل:
"یوه اندازه شیشه، دوه تنه مظنونین، او د نشه يي توکو کاروباریان چې دوی په ترهګریزو فعالیتونو، ترور، اختطاف او هدفي وژنو کې لاس لري او دوی سره وسله، لاسي بمونه او چاودیدونکي توکي هم نیول شوي دي."
د خوست امنیه قوماندان له عدلي او قضايي ادارو څخه نیول شویو کسانو ته د درنې سزاء غوښتنه وکړه.
د خوست پولیسو د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي کسان رسنیو ته هم وښودل.
د میراحمد په نوم د لوګر یو اوسیدونکی چې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیول شوی، رسنیو سره په خبرو کې يې په خپل ترسره شوي عمل پښیماني څرګندوله او ویل، چې بل څوک باید دا کار ونه کړي.
ده وویل، د شیشه په نوم دا نشه يي توکي چې خوست ته يې راوړي ول، د لوګر په برکي کې يې اخستي وو.
د ملي امنیت موظفینو چې نه يې غوښتل نومونه يې واخیستل شي، بیا يې رسنیو ته وویل، د یادې ادارې لخوا نیول شویو ۷ کسانو، چې حقاني ډلې یو ګروپ پورې يې اړه درلوده، په بیلابیلو ترهګریزو فعالیتونو کې لاس لاره او څه موده مخکې يې د عزیزي بانک یو کارکوونکی وژلی وو.
د دوی په وینا، له یادو کسانو دریو موټرسایکلونه، یو سراچه موټر، ۴ تفنګچې چې يوه په کې بې غږه تفنګچه وه، یو سنایپر توپک، ۶ کلاشینکوفونه، لاسي بمونه او ۸ جوړې پوځي یونفورم د ملي امنیت موظفینو لاسته لویدلي دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د خوست د امنیتي ځواکونو د دې ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.