د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۱۱۱ تنه مړه شوي


په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.
په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر شواروز کې ۱۱۱ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۶۶۸ تنو ته ورسېده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۶۵،۰۷۰ اوښتی خو ۴۱۷،۱۳۴ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یوشمېر هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دوهمه څپه راغلې ده.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۲۴مې په ټوله نړۍ کې ۷۸،۸۱۰،۶۱۱ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۷۳۲،۸۳۴ ته رسېدلی دی. خو ۴۴،۴۱۳،۹۰۲ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG