د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۶۵ تنه مړه شوي


په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.
په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر یو شواروز کې ۶۵ نور کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۸۱۶ تنو ته ورسېد.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۶۹،۴۸۲ اوښتی خو ۴۲۰،۴۸۹ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یوشمېر هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دوهمه څپه راغلې ده.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۲۶مې په ټوله نړۍ کې ۷۹،۸۶۴،۶۴۸ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۷۵۰،۹۰۷ ته رسېدلی دی. خو ۴۵،۰۱۹،۲۵۷ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG