د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ دې له قبایلي سیمو او بلوچستان څخه ووځي: مولانا فضل الرحمن


بنو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسه: ۲۰۲۰، ۶ جنوري
بنو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ جلسه: ۲۰۲۰، ۶ جنوري

د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان په قبایلو کې پر ناامنیو او بریدونو اندېښنه ښوولې او وايي چې د امنیت ټینګولو حکومتي وعدې نه دي پوره شوي.

دا خبره نوموړي د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې جلسې ته په وینا کې وکړه چې ورته د غورځنګ زرګونه پلویان ورغلي ول.

د مولانا فضل الرحمن وینا وه، ''د ترهګرۍ پرضد که پوځ قرباني ورکړې نو ولس هم قرباني ورکړې ده، او اوس که ترهګري موجوده ده، نو بیا ستا وعدې غلطې دي، آیا په قبایلو کې امن شته، ترهګري شته او که نه، بې ګناه خلک وژل کېږي که نه، نو بیا پوځ د څه لپاره هلته پروت دی، ترهګري خو ځکه نه ختمیږي، چی پوځ ته هلته د پاتې کېدو بهانه جوړوي، بلوچستان کی پوځ پروت دی، وايي دغلته امنیت ستونزه ده، موږ غوښتنه کړو چی له قبایلي سیمو او بلوچستان څخه پوځ بیرته خپلو بیرکونو ته بوزدي.''

د پي ډي اېم مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په ۲۰۲۰ز کال کې هم په ټولو قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې لسګونه هدفي بریدونه، چاودنې او له امنیتي ځواکونو سره د وسلو والو نښتې وشوې.

د پي ډي اېم بنو جلسه: ۲۰۲۰، ۶ جنوري
د پي ډي اېم بنو جلسه: ۲۰۲۰، ۶ جنوري

حکومت او پوځ په وار وار ویلي چی په قبایلي سیمو او په ځانګړي ډول په وزیرستانونو کی یې امن پر ځای کړی دی، وسله وال یې شړلي دي او د هدفي بریدونو د مخنیوي هڅې کړي.

د بنو جلسې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وویل، په پاکستان کې له ایین سره سم، د ټولو قامونو برابري او د جمهوریت ټینګښت غواړي.

محمود خان اڅکزي زیاته کړه: ''موږ په پاکستان کی اوسېدل غواړو، خو په یو شرط چی د بل د مور کم حق وي، زما د مور به هغه حق وي، چی د بل د خور کم حق وي، زما د خور به هغه حق وي، چی بل چا د ژبې حق وي، زما د ژبی به هم وي، داخله او خارجی پالیسیانی خرابې شوې دي، دا تر هغو نه شي سمېدلی، چې تر څو منتخب پارلیمان نه وي جوړې کړې، هغه پارلیمان چې د ولس په رای او خوښه وي.''

د پي ډي اېم مشرانو په قبایلو او بلوچستان کې پر ناامنیو اندېښنه ښوولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:21 0:00

خو حکومت ادعاوې کوي چی د اتلسم ایني ترمیم لاندې ټولو صوبو قامونو ته برابري او حقوق ورکړل شوي دي.

جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر امیر حیدر خان هوتي هم وینا وکړه او پر خراب اقتصاد یې نیوکې وکړې: ''نن په ملک کی ګراني زیاته شوې، اقتصاد تباه دی، آیا نن د دوی (عمران خان) په حکومت کی بجلي ګرانه ده که ارزانه، ګیس ګران دی، اوړه ګران دي، دوایانی ګرانې شوې، چیني سبزیانې هر څه ګران شوي، د غریب ژوند په زخمت دی.''

نوموړي زیاته کړه، له څلویښتو کلونو د پښتنو وینې تویېږي نور چا ته هم اجازه نه ورکوي چې د پښتنو وینې توی کړي.

له اسمبليو د اپوزيشن ممکنه استعفا حکومت بې ثباته کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:29:06 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پاکستان ډموکراټیک موومنټ چې د ملک ۱۱ ګوندونو ټلواله ده، ادعا کوي چې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پوځ په مرسته د ووټونو په غلا کولو سره راغلی دی او غوښتنه کوي چې عمران خان دې استعفا ورکړي او انتخاباتو کمیشن دې د ازادو او رڼو ټاکنو بندوبست وکړي. پي ټي اېم حکومت د روانې جنورۍ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د مستعفي کېدو مهلت ورکړی او که لیرې نه شو نو اسلام اباد ته به لانګ مارچ کوي او د اپوزېشن ګوندونه به له پارلمانه استعفا ورکوي.

خو د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په بیا بیا د خپلو اقتصادي تګلارو دفاع کړې او وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې وو چې د سمولو هڅې یې کوي.

انتخاباتي کمېشن او حکومت په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او راڼه ول. حکومت همداراز وايي، د پي ډي اېم مشران له درغلیو د ځان ساتنې لپاره جلسې او مظاهرې کوي.

حکومت زیاتوي چې د احتساب بهیر به روان وي او د پي ډي اېم په وینا به هېڅکله وزیراعظم عمران خان څوکې پرېنږدي ځکه چې په وینا یې، هغه ولس منتخب کړی.

XS
SM
MD
LG