د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیله ده چې نن به د ټول ملک بجلي بحال شي: عمر ایوب خان


د بجلۍ وفاقي وزیر عمر ایوب خان پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د بجلۍ د ترسیلي نظام فریکونسي له ۵۰ څخه صفر ته د راتللو له وجې بجلي بنده شوې ده.
د بجلۍ وفاقي وزیر عمر ایوب خان پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د بجلۍ د ترسیلي نظام فریکونسي له ۵۰ څخه صفر ته د راتللو له وجې بجلي بنده شوې ده.

د پاکستان د انرژۍ وزیر عمر ایوب خان ویلي، هیله لري چې د نن ورځې تر پایه به په ټول ملک کې بجلي بحال کړي.

دا خبره د توانايي وزیر عمر ایوب نن په اسلام اباد کې د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر شبلي فراز تر څنګ یوې ګډې خبري غونډې ته وکړه.

د عمر ایوب په وینا دا مهال اسلام اباد، پنډۍ او لاهور ته بجلي بحال شوې ده.

نوموړي د جنورۍ پر ۱۰مه سهار پر ټویټر ولیکل چې د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په ګډون د ملک په ځینو لویو ښارونو کې تر څه حده بجلي پر ځای کړل شوې ده.

عمر ایوب خان زیاته کړې چې د لاهور، کراچۍ او اسلام اباد تر څنګ د پېښور او کوټې په ګډون د خیبر پښتونخوا او بلوچستان نورو ښارونو ته هم د بجلۍ ورکړه پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبرپښتونخوا په ګډون د هېواد په زیاتره برخو کې له بیګا له نیمې شپې راهیسي بجلي بنده شوې وه.

د خبري غونډې پر مهال عمر ایوب وویل چې د بجلۍ د رسد نظام فریکونسي له ۵۰ څخه صفر ته د غورځېدلو له وجې بجلي بنده شوې ده.

د پاکستان د انرژي وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په بجلۍ کې دا خرابي له هغه وروسته رامنځ ته شوې چې د ګدو په پاور پلانټ کې د شپې پر ۱۱:۴۱ بجې ستونزه پیدا شوې وه.

د ګدو پاور پلانټ د سیند صوبې په کشمور ضلع کې دی.

د انرژۍ وزارت ویلي چې دوی د بجلۍ پر ځای کولو هڅه کوي او له ولسه غوښتنه کوي چې په دې حالاتو کې دې له صبره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG