د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په تېر شواروز کې ۷۴ کسان له کورونا وایرسه مړه شوي دي


د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې تصویر: ډاکټران او خپلوان له کورونا وایرسه مړ شوی تنه له هسپتاله وباسي.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې تصویر: ډاکټران او خپلوان له کورونا وایرسه مړ شوی تنه له هسپتاله وباسي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له وجې نور ۷۴ کسان مړه شوي دي. په دې سره له کورونا وايرسه په دې هېواد کې د ټولو مړو شویو شمېر ۱۱۴۵۰ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو خپرونکې حکومتي ويبپاڼې ترمخه تر د جنورۍ ۲۷مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر ۵۳۷۴۷۷ ته رسېدلی دی.

په ملک کې په تېره يوه ورځ کې د کورونا وايرس له ۱۵۰۰ څخه زيات مثبت کيسونه ریکارډ شوي دي. خو له کووېډـ ۱۹ ناورغۍ تر څلور لکه ۹۲ زرو زيات کسان بېرته رغېدلي هم دي. دا وخت په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ فعالو کېسونو شمېر له ۳۳ زرو زيات دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د جنورۍ له ۱۸مې راهیسې په مرحله واره توګه د تعلیمي ادارو پرانېستل پېل شوي دي.

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر له اعلان سره سم له نهم څخه تر ۱۲ ټولګي کلاسونه یا ټولګي پرانیستل شوي دي او په فېبرورۍ کې به پاتې نور کلاسونه هم پيل شي.

د پاکستاني وزیراعظم د روغتيا د چارو سلاکار، ډاکټر فېصل سلطان پر ټويټر خپره کړې ويديو کې ويلي چې هره صوبه او شخصي کمپنۍ کولی شي د کورونا وایرس واکسين واخلي.

نوموړي زیاته کړه دوی کوښښ‌کوي‌چې زر تر زره له نړيوالو دوا جوړړونکو کمپنيوو څخه ژر تر ژره واکسين واخلي او پاکستان ته یې وروړي.

XS
SM
MD
LG