د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو وړو کاروباریانو ته پورونه ورکول کېږي


د ارشیف انځور: په کوهاټ کې د یو بازار انځور
د ارشیف انځور: په کوهاټ کې د یو بازار انځور

د خیبر پښتونخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، له یوې غیر دولت ادارې "اخوت فاونډېشن" سره یې یو تړون لاس لیک کړی چې له مخې به یې په قبایلي ضلعو کې خلکو ته د کاروبار لپاره بې له سوده پورونه ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا د صنعت وزیر عبدالکریم خان د اپرېل پر دويمه مشال راډیو ته وویل، دا لوظنامه د اپرېل پر لومړۍ نېټه د وزیر اعلی محمود خان په موجودګۍ کې لاس لیک شوې ده او ترمخې به یې په راتلونکو ۱۳ کلونو کې د قبایلي ضلعو دوه لکه ۱۹ زرو کسانو ته د وړې او منځنۍ کچې د کاروبار لپار ۷۵ زره روپۍ په پور ورکول کېږي. نوموړی وايي، په سمدستي ډول د دې منصوبې لپاره یو ارب روپۍ ځانګړې کړل شوې دي.

عبدالکریم خان وايي، دا پورونه هر هغه کس ته ورکول کېږي چې د لوهارۍ (پښ مارۍ)، ترکاڼۍ، موچیتوب یا داسې د کوم بل واړه کسب کاروبار پیلول غواړي.

چارواکي وايي، د پورونو په دې منصوبه کې ۲۵ سلنه برخه مېرمنو، پينځه سلنه برخه معذورانو او دوه سلنه برخه نرښځیانو ته ځانګړې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د صنعت وزیر عبدالکریم خان وايي، وار له مخې په قبایلي ضلعو کې همداسې یوه پروژه روانه ده. هغه وايي، اووه کاله وړاندې صوبايي حکومت په ضم شوو قبایلي ضلعو کې د ۵۰ کروړو روپو د پورونو یوه منصوبه شروع کړې وه. نوموړی وايي، له هغې پروژې تر دوه لکه زیاتو خلکو ګټه پورته کړې وه او هغه پورونه ټول سل په سلو کې واپس شوي هم دي.

د اخوت فاونډېشن اجرايي رییس ډاکټر امجد ثاقب د اپرېل په دويمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د ضم شوو قبایلي ضلعو ټول خلک له دې منصوبې څخه ګټه پورته کولی شي. هغه وړاندې وویل:

"د قبایلي ضلعو هر کس چې وړوکی کاروبار پیلول غواړي، کولی شي پر یو ساده کاغذ درخواست ولیکي او له خپل شناختي کارډ سره زموږ ۲۴ دفترونو کې چې هر یو دوی ته نږدې وې، راشي او زموږ سره دې خبرې وکړي. زموږ عمله د اسنادو کره کتنه کوي، د هغه کس کور کلي ته ورځي او په دې شرط چې دغه کس په کلي او ولس کې ښه شهرت ولري، ورته قرضه ورکول کېږي."

نوموړی وايي، دا پورونه د شخصي ضمانت پر بنیاد ورکول کېږي خو له پور اخېستونکي نه په ضمانت کې هېڅ ډول شتمني نه اخېستل کېږي. په بله مانا، د کلي خلک به دا باور ورکوي چې دغه تن د ښه کردار مالک دی او دا پیسې د کاروبار لپاره ورته پکار دي.

نوموړی وايي، په قبایلي ضلعو کې یې دا د پورونو د ورکړې دویمه پروژه ده، تر دې وړاندې یې په لومړۍ منصوبه کې ټول پورونه سل په سلو کې واپس وصول کړي ول نو ځکه اوس پر خلکو یې باور جوړ شوی او دا دويمه منصوبه یې پرانېستې ده.

د اورکزو محمد جان په ۲۰۱۸ز کال کې د اخوت فاونډېشن نه پور اخېستی و او د خیاطۍ دوکان یې پرې پرانېستی و. نوموړی وايي، د هغوی په سیمه کې د وسله والو خلاف د عملیاتو پر مهال بې کوره شوی و او مالي حالت یې سخت خراب و، بیا یې چې د یادې مرستندویه ادارې نه پور واخيست، نو روزګار یې ورسره روان شو.

"اول له بل چا سره د خیاطۍ په دوکان کې شاګرد وم خو چې ۲۵ زره روپۍ پور مې واخيست نو خپل دوکان مې پرانيست. هغه قرضه مې چې خلاصه کړه نو په ۲۰۱۹ز کال کې مې د ۴۰ زرو روپو بل پور واخيست، اوس هغه هم ختم شوی، واده مې هم کړی او د کور پالنه هم په اسانه کولی شم."

محمد جان وايي، اوس غواړي د کپړو یا رخت دوکان جوړ کړي او تمه لري چې اخوت فاونډیشن نه به په درېیم ځل هم قرضه ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG