د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان کاکړ د وژنې پلټنو لپاره د عدالتي کمیشن جوړولو اعلان


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د بلوچستان د اعلا وزير په غوښتنه بلوچستان های کورټ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د يو مشر عثمان خان کاکړ د مړينې د وجوهاتو معلوملو لپاره عدالتي کميشن جوړ کړی دی.

های کورټ دا اقدام له هغه وروسته وکړ کله چې وزير اعلی د داخله چارو وزارت له لارې ورته خط وليکلی. د پلټنو دا اعلان جام کمال د اتوار پر ورځ په مسلم باغ کې د عثمان کاکړ د فاتحې پروخت وکړ. نوموړي زیاته کړه حکومت یې د هر هغه قدم اخیستلو ته چمتو دی چې د عثمان خان کاکړ د کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند تسلي په کېږي. د دې مقصد لپاره یې حکومت له خپلوانو سره و هرډول مرستې ته هم تیار دی.

تر دې وړاندې د سېنېټ چیېرمېن صادق سنځراڼي د بلوچستان حکومت و چیف سېکرېټري ته په یوه لیک کې د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې په اړه د پلټنې لپاره د یوه عدالتي کمیشن جوړولو غوښتنه کړې وه.

په اسلام اباد کي جاري شوي یو بیان کي ویل شوي دي چي د سېنېټ چیرمین دا خط د جون پر ۲۵مه نېټه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټر سردار شفیق ترین له لوري په سېنېټ کې د عثمان خان کاکړ د مرګ په اړه د پلټنې تر غوښتنه وروسته لیکل شوی دی.

د پښتونخوا میپ صوبايي سېکرېټري عبدالرحیم زیارتوال د حکومتي عدالتي کمیشن د اعلان په باب وویل چې د عثمان خان کاکړ د قاتلانو د نیولو لپاره پکار ده چې په آزاده توګه پلټنې وشي.

د پښتونخوا میپ ادعا

خپله د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي د عثمان کاکړ د جنازې ګډونوالو ته په وینا کې په ادعا سره وویل، چې عثمان خان په تبه نه دی مړ بلکې له هغه سره جبر شوی دی، هغه وژل شوی دی. د نوموړي په وینا دا د دوی زمه واري نه ده چې معلومه کړي،عثمان خان چا وژلی دی؟ که عدالتونه او پلټونکې ادارې له دوی څخه پوښتنه ګروېږنه وکړي نو دوی به پاخه شواهد ورته وړاندې کړي.

محمود خان اڅکزي وویل، چې عثمان خان په سېنېټ کې دا خبره کړې وه، چې ده ته دړکې ورکول کېږي چې دا نظریات دې پرېږده، دا د پښتانه د حق خبره پرېږده، ګنې بیا به دا درسره وکړل شي.

نوموړي ادعا وکړه چې د عثمان خان کور ته سړي ننوتلي دي او څنګه ننوتلي دي، دا حال به د اڅکزي په وینا دوی خپلو دوستانو ته پټ ووايي، او که یوچا انصاف کولای شوای نو هغوی ته به یې ښکاره کړي.

د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ زوی هم د جون پر ۲۱مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل، چې پلار یې په کور کې لوېدلی نه دی بلکې د ده په وینا، په پلان وژل شوی دی. د ده په وینا چې پلار یې ناڅرګندو کسانو په یوه دارنه څیر/شي پر سر وهلی او قتل کړی یې دی. خو د بلوچستان حکومت ویاند میر ضیا لانګو د جون پر ۲۱مه نېټه (دوشنبه) په کوټه کې یوه خبري کنفرانس ته دا تورونه رد کړل چې ګنې عثمان خان کاکړ وژل شوی دی، ده وویل چې د عثمان کاکړ مړینه طبعي ده.

یاده دې وي چې عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر لسمه نېټه د پاکستان سېنېټ ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي ول چې ده ته دړکې ورکول کېږي: ''دوی پر موږ د دې لپاره فشار اچوي چې تاسو له جمهوریته پرشا شی، له قامي حقونو پرشا شی، پر غیر جمهوري قوتونو سترګې پټې کړی، د ایین او پارلمنټ له سرلوړی پرشا شی، دا زه نشم کولای بیخي یې نشم کولای، پر دې که ماته، زما بچیو او کورنۍ ته تاوان رسېږي پروا نشته خو دا خبره دې په ډاګه وي چې د دې زمه واري به د دوو استخباراتي ادارو پر غاړه وي. ''نوموړي وویل، دا خبره ځکه پر ریکارډ راوړي چې د مرګ کیسه یې ورکه نه شي.

د حکومت مخالف ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې او د پخواني وزير اعظم نواز شريف لور مريم نواز د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو د غوښتنى ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي نواز شریف د انصاف د نشتوالي او ژوند ته د خطر له امله پاکستان ته نه ستنیږي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد های کورټ کې له ميډيا سره په خبرو کې مریم نواز وویل که د عثمان کاکړ په مرګ سوالونه راپورته کېږي نو پکار ده چې پلټنې یې وشي.

د یادولو ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخوانی سېنېټر عثمان خان کاکړ د جون پر ۱۷ مه نېټه په کوټه کې د بلوچستان اسمبلي و مخي ته د حزب اختلاف و احتجاجي مظاهرې ته تر وینا وروسته ماځیګر شهباز ټاون ته تللی وو او له خپل کوره د بېهوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی وو چې د ډاکټرانو په وینا د نوموړي د سر کیڼې خوا ته سخته ضربه رسېدلې وه. که څه هم ډاکټرانو یې د سر اپرېشن وکړ خو دهغه وضع ښه نه وه او وروسته یې د جون پر ۱۹ مه نېټه کراچۍ ته په یوه ځانګړې الوتکه کې ورساوه. د جون پر ۲۱ مه نېټه عثمان کاکړ د کراچۍ په یوه روغتون کې د ۶۰ کلونو په عمر ومړ.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG