د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې رښتیا هم د کورونا واکسین جعلي اسناد جوړ شوي؟


پېښور کې د کورونا واکیسن لګولو بهیر: جولای، ۲۰۲۱ز کال
پېښور کې د کورونا واکیسن لګولو بهیر: جولای، ۲۰۲۱ز کال

په پاکستان کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د واکسینو د روان مهم پر مهال داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په ځینو ځایونو کې د واکسینو جعلي سندونه جوړ شوي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي چې په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خلاف واکسینو په مهم کې تر ۲۰ میلیون زیات کسان په مکمل ډول واکسین شوي دي.

د ده په وینا، حکومت هدف لري چې د روان کال تر پایه ۷۰ میلیونه کسان په مکمل ډول واکسین شي.

خو په تېرو دوه یا درو میاشتو کې د واکسینو جعلي سرټیفیکېتونو خبرونو د مهم د کامیابۍ او موثروالي په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې په پیلک هیلت ریفرنس لیب کې د کووېډ-۱۹ ټسټونه او واکسین کېږي.

د دې لیب مشر ډاکټر یاسر یوسفزي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې په جعلي واکسین سرټیفیکیټونو سره په هېواد کې د کووېډ-۱۹ وایرس خلاف د پاکستان کوښښونه اغیزمندای شي.

دی وویل، "د حکومت نوښت او کار خو په ښه ډول روان دی، خو منځ منځ کې موږ داسې خبرونه اورو چې خلک وايي، ما خو جعلي واکیسن سرټیفیکېټ جوړ کړ. په دې سره زموږ هغه هدف چې غواړو د ابادۍ ۷۰ فیصده برخه واکسین کړو، پوره به نه شي."

ده وویل چې دا کار که وشي هم نو په ریکارډ کې به ۷۰ فیصده وي خو په حقیقت کې به داسې نه وي.

ده زیاته کړه، "په دې سره به د خلکو پر سوچ ډېر غلط اثر پریوځي او دا ټول کمپاین به لانجمن شي او حکومت چې په څومره سنجیدګۍ سره د واکسینو لګولو کار کوي، هغه به د خلکو په ذهنونو کې شکونه او شبهات پیدا کړي."

کراچۍ کې د واکسینو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د ډاکټر یاسر په وینا، د دوی په لیبارټرۍ کې په دې هکله که د څه ناسم کار امکان و، دوی په کلکې څارنې سره هغه ګنجایش ختم کړی دی.

نوموړی وايي چې دوی هره ورځ د لګول شویو واکسینو او د خلکو شمېر برابروي او پاتې واکسین هم شماري چې څومره پکې نه دي لګول شوی.

د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو اتحادیې مشر ډاکتر عامر تاج د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې په لومړي سر کې د کورونا وایرس واکسینو په اړه د منفي پروپګینډې له امله داسې کېسونه مخې ته راغلل چې خلکو واکسین نه وو لګولي خو ځان ته ېې سرټیفیکټې جوړې کړې وې.

خو د ده په وینا، هغه کېسونه ډېر کم دي او فکر نه کوي چې په ملک کې د واکسینو بهیر به اغیزمن کړي.

ده وویل، " په لومړي سر کې داسې شوي دي چې ځینو کسانو له ویرې څخه واکسین نه دي لګولي، د شناختي کارډ نمبر یې په سسټم کې ورداخل شوی، یا د هغه پر ځای بل چا واکسین کړی او یا بیا په ډیټا بېس کې نومونه ډېر دي او واکسین کم لګېدلي دي."

عامر تاج زیاتوي، د داسې پېښو شمېر ډېر کم دی او داسې نه شو ویلای چې په دې مهم یې منفي اثر کړی او یا یې متاثره کړی دی.

په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسینو سرټیفکېټونه د پاسپورټ او شناختي کارډ ورکوونکې ادارې نادرا په وسیله جاري کېږي.

د واکسین لګولو لپاره لومړی خلک ۱۱۶۶ ته میسیج وکړي چې د نادرا لخوا یو کوډ ورکړل شي. د هغه کوډ په بنیاد خلک روغتون ته ورشي او واکسین شي او په روغتون کې د هغې اندراج وشي. د دویم خوراک لپاره هم په دغه ذریعه وخت ورکړل شي.

البته ډاکټر یاسر وايي چې دا ټول نظام د نادرا تر انتظام لاندې دی او په هغې کې ګنجایش شته چې خلک ځان ته جعلي واکیسن سرټیفیکیټ جوړ کړي.

خو د پېښور د نادرا دفتر یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې اصله مسله په روغتونونو کې راځي چې خلک د واسطې یا شناخت په بنیاد پیسې ورکړي، اندارج یې وشي خو واکسین یې نه وي لګول.

ده وویل، "د داسې سیستم دی چې د واکسینو سرټفیکیټ جعلي نه وي. دا بالکل اصلي یا اوریجنل وي خو هلته په روغتون کې واکسین ونه لګي او هلته دوی اپډېټ کړي چې یو خوراک ولګول شو. نو چې هلته داسې معلومات په سیستم کې واچول شي نو بیا خو له نادرا څخه سرټیفیکیټ راوتلای شي. نو مسله د نادرا نه ده."

د پاکستان حکومت د کووېډ-۱۹ واکسینو بهیر پیلوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00

د خیبر پښتونخوا کورونا وایرس د مخنیوي څانګې مشر ډاکټر اکرام الله مشال راډیو ته وویل چې دوی د واکسینو انتظام او د سرټیفیکټونو د جاري کېدو یو ښه نظام جوړ کړی چې د غلط کار کولو ګنجایش پکې نه جوړېږي.

خو د ده په وینا، د ملک په کومو برخو کې چې داسې څه کېسونه مخې ته راغلي دي، په هغو کې د ککړو کسانو خلاف کارروايي شوې ده.

نوموړی وايي، "کوم چې د جعلي واکسینو خبرونه راځي، هغه دا وي چې خلک د بهر تګ لپاره داسې سرټفیکېټونه جوړ کړي. د هغې بارکوډ چې کله موږ مشین ته ورمخامخ کړو نه موږ ته سمدستي پته ولګي چې دا جعلي دی."

اکرام الله زیاتوي, داسې مردان کې هم شوي وو، پنجاب کې هم شوي چې ککړ کسان پکې نیول شوي دي.

دی وویل، "موږ هغه کسان سزا وار کړي دي او سيستم مو نور هم مضبوط کړی دی چې په راتلونکي کې نور داسې ونه شي.

ډاکټر اکرام الله د دغو کېسونو کره شمېره په ګوته نه کړه خو وې ویل چې له یوې اندازې سره سم په خېبر پښتونخوا کې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ داسې کېسونه مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ واکسين ورکولو مهم د ۲۰۲۱م کال له فېبرورۍ مياشتې راهیسې روان دی.

د کورونا وايرس د څار ملي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپريشن سېنټر) پر واکسین نه کولو محدوديتونه لګولي دي.

د یادې ادارې د پرېکړې له مخې، پر هغو کسانو په ریل ګاډي او الوتکو کې په سفر بندیزونه شامل دي چې نه وي واکسین شوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG