د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رزمک پر پوځي کېمپ او د میرلي پر روغتون بریدونو مرګژوبله اړولې


شمالي وزیرستان کې یوه پاکستانی عسکر د ډیوټۍ پر مهال: ۲۰۱۷، ۱۸م اکتوبر
شمالي وزیرستان کې یوه پاکستانی عسکر د ډیوټۍ پر مهال: ۲۰۱۷، ۱۸م اکتوبر

د شمالي وزیرستان په رزمک کې له یوه پوځي کیمپ سره نېږدې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او د پوځ یو کیپټن ټپي شوی دی.

یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي مشال راډیو ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۶مه له رزمک کېمپ سره نېږدې د وسله والو او امنیتي سرتېرو ترمینځ ډزې شوي دي، چې په نتیجه کې یې کیپټن طاهر ټپي شوی او دوه وسله وال وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د برید ذمه واري منلې ده.

د یو بل راپور ترمخه بېګا شپه ناپېژندل شویو وسله والو د میرلي په روغتون ډزې کړي دي. امنیتي چارواکي وايي چې په دې برید کې د یو امنیتي سرتېري په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي. بریدګر په تېښته کې بریالي شوي دي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دا وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې په امنیتي سرتېرو بریدونه ډېر شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یوه بیان کې وویل چې په جنوبي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. پوځي چارواکوي ویلي په چې په ځوابي کاروایۍ کې پنځهم ترهه ګر وژلي دي.

وزیرستانونو کې امنیتي پېښې په زیاتېدو دي

په روانه سېپټېمبر میاشت کې په وزیرستانونو کې ګڼې امنیتي پېښې رامینځ ته شوې دي. د سېپټمبر پر ۱۳مه په جنوبي وزيرستان کې په بدر سيمه کې د عسکرو پر موټر د تحريک طالبان پاکستان له لوري د یوه مشکوک ځانمرګي بريد له کبله يو عسکر وژلی او څلور نور یې ژوبل کړي ول.

تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه هم په جنوبي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان په یوه ځانمرګي برید کې د یوه برېګېډییر په ګډون درې عسکر ژوبل شوي ول.

بلخوا په شمالي وزیرستان امنیتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه نېټه ویلي ول چې د میرلي په حیدر خېلو کې يې یو وسله وال وژلی او درې وسله وال او د هغوی درې مبینه همکاران یې هم نیولي وو.

د دوی په وینا، دې وسله والو پر امنیتي عسکرو په شویو بریدونو کې لاس درلود. خو زیاتره وخت د پاکستاني پوځ د داسې ادعاوو په ازاده توګه پخلی نه دی شوی.

په عین وخت کې د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې وسله والو یو تن وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

دا هم وګورئ:

شمالي وزيرستان کې هدفي بريدونه: حکومت يې د مخنيوي څه تګلاره لري؟

په شمالي وزیرستان کې په هدفي برید کې دوه کسان وژل شوي

نور د علي وزیر زندانېدل نه زغمو: پښتونخوا میپ

پولیس چارواکو مشال راډيو ته ویلي چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه وسله والو په تحصیل دته بویه کې یو ځايي تن نعیم وژلی او یو بل تن یې زخمي کړی دی.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې. دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۴م هدفي برید دی.

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ۲۰۱۴ز کال په جون مياشت کې د ضرب عضب په نوم پوځي عمليات شوي ول.

د پاکستان پوځ وروسته ادعا کړې وه چې سيمه یې له جنګياليو پاکه کړې ده او وروسته له سيمې کډه شوي زياتره کسان بېرته ستانه شول.

خو له دې را وروسته په شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې پيل شوې چې لا هم په دوامداره توګه روانې دي.

ځايي خلک ادعا کوي چې وسله وال طالبان بیرته منظم شوي او د دوی په وينا حکومت يې په مخنيوي کې ناکامه شوی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ او ځايي خلکو په وار وار د دغسې ناامنيو پرضد مظاهرې، هړتالونه او پرلتونه وهلي دي.

دوی تور پورې کوي‌ چې د وسله والو د بیا منظمېدو او هدفي وژنو ترشا په خپله د پاکستان د جاسوسي او امنیتي ادارو لاس دی، خو هغوی دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په وزیرستانونو کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا په بریدونو کې زیاتوالی په داسې حال کې زیات شوی چې په افغانستان کې طالبانو د هېواد کنټرول حاصولولو وروسته هلته خپل سرپرست حکومت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG