د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره اړیکو ته د بیا-کتنې امریکايي پرېکړه اسلام اباد "حیرانوونکې" بللې


د امریکا، پاکستان او افغانستان بیرغونه
د امریکا، پاکستان او افغانستان بیرغونه

پاکستان ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې د هغې نېږدې همکارۍ سره سمې نه دي چې دواړو هېوادونو په تېرو کلونو کې لرله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په افغانستان کې د طالبانو بریا په اړه روانه اوونۍ کانګرس ته د وینا پر مهال ویلي ول چې امریکا به په راروانو اوونیو کې له پاکستان سره خپلو اړیکو ته کتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد د سېپټېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې د القاعده د اصلي رهبرۍ د تخریبولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی کوم چې د نړیوال اېتلاف اصلي هدف وو.

عاصم افتخار احمد د انتوني بلېنکن څرګندونې "حیرانوونکې" وبللې او زیاته یې کړه چې دا نېږدې کلونو کې د دواړو هېوادونو له نېږدې همکارۍ سره سمې نه دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې پاکستان له افغانستانه د بهرنیانو، خبریالانو او نورو خلکو په راایستلو کې مرستې کړي دي او په افغانستان کې یو ټول شموله سیاسي جوړجاړی د پاکستان او امریکا شریک هدف دی.

بلېنکن د سېپټېمبر پر ۱۳مه د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټي ته وویل چې پاکستان په افغانستان کې یو شمېر ګټې لري چې ځینې په کې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دي.

د کیمټې د غړیو لخوا چې ترې پوښتل شو چې ایا دا وخت دی چې واشنګټن له پاکستان سره خپلې اړیکې له سره وارزوي، بلېنکن وویل چې حکومت به یې ژر دا کار وکړي.

XS
SM
MD
LG