د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه د افغانستان روغتیايي نظام سره مالي مرسته کوي


ملګرو ملتونه وايي، که سمدستي اقدام و نه شي، هغه هېواد له بشري ناورین سره د مخامخېدو په حال کې دی. انځور- ارشیف
ملګرو ملتونه وايي، که سمدستي اقدام و نه شي، هغه هېواد له بشري ناورین سره د مخامخېدو په حال کې دی. انځور- ارشیف

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د ماتېدو مخنیوي لپاره ۴۵ میلیونه امریکايي ډالره مرسته کوي.

د تېرې میاشتې په نیمايي کې د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي چې د هغه هېواد روغتیايي نظام د ((پرځېدو)) له خطر سره مخامخ دی.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغه هېواد روغتیايي نظام له لوی بحران سره مخامخ شوی دی چې له وجې یې هلته د مرستو رسېدل پېچلي شوي او په ډېریو روغتونونو او کلېنېکونو کې د کارکوونکو شمېر کم شوی دی.

هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو د طالبانو لاس ته د مرستو پیسو د لویدو مخنیوي لپاره افغانستان ته د پیسو لېږد درولی دی، نور لسګونه زره ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي له هېواده وتلي او ښځینه کارکوونکې دندو ته نه حاضرېږي.

نړۍ د افغانانو پوروړې ده: ګویتېرېش

په خوست کې ډاکټرانو کاربندېز اعلان کړی

'افغانستان کې تر دوو میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي'

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تېدروس ایدنوم ګیبریېسس او د سازمان سیمه ییز مشر احمد المنظري د سېپټېمبر پر ۲۲مه د کابل تر سفر وروسته وویل چې د افغانستان روغتیايي نظام د ماتېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

دوی وویل:"که سمدستي اقدام و نه شي، هغه هېواد له بشري ناورین سره د مخامخېدو په حال کې دی."

د ملګرو ملتونو د مرستندویه چارو مشر مارټېن ګرېفېتس د سېپټېمبر پر ۲۲مه په یوه بیان کې وویل چې ۴۵ میلیونه ډالره به د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) ته ورکړي چې هغوی د ملګرو ناحکومتي سازمانونو په مرسته د روان کال تر پایه پورې روغتونونه او کلېنېکونه فعال وساتلای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG