د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال دې د افغان ولس لپاره د طالبانو مرسته وکړي: عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړي.انځور-ارشیف
د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړي.انځور-ارشیف

د پاکستان وزيراعظم عمران خان پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره د طالبانو له حکومت سره مرستې وکړي.

عمران خان، د سېپټېمبر پر ۲۴مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۶مې غونډې ته د ويډيو لينک له لارې په وينا کې وويل چې که چيرې نړيواله ټولنه له افغانستان سره په موجوده حالاتو کې مرسته نه کوي نو دغه هېواد يو وار بيا د ترهګرو په خوندي ځالو بدلېدای شي.

وزيراعظم عمران خان په خپله وينا کې د افغانستان پر صورتحال، د هند تر انتظام لاندې کشمېر، اسلاموفوبيا، اقليمي بدلون، د بدعنوانۍ اثرات او د کورونا وايرس جهاني وبا په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل نیولی وو او د سېپټېمبر پر اوومه یې خپله سرپرسته کابینه اعلان کړې وه.

عمران خان وويل چې نړۍ دې د افغان ولس په خاطر د طالبانو حکومت پياوړی او مستحکم کړي.

ده وویل:"طالبانو څه ژمني کړې وې؟ هغوی به د بشري حقونو درناوی کوي، هغوی به ټولشموله حکومت جوړوي، هغوی به خپله خاوره د ترهګرۍ لپاره نه کاروي او هغوی ټولو ته عفوه هم اعلان کړه. که چيرې نړيواله ټولنه هغوی ته مراعات ورکړي او ورسره خبرې وکړي، دا به د ټولو لپاره یو شان ګټور وي."

د عمران خان په وینا، دا ځکه چې دا هغه څلور شرطونه ول چې په دوحه کې امريکا له طالبانو سره پرې خبرې کولې.

وزيراعظم زياته کړه چې افغانستان تر يو حساس وخت تېريږي او بايد د وخت ضايع کولو پر ځای يې بشري مرستي وکړل شي.

عمران خان په وينا کې دا هم وويل چې په امريکا او اروپايي هېوادونو کې ځيني سياستوال په افغانستان کې د روانو حالاتو ذمه وار پاکستان بولي خو په دې هر څه کې تر ټولو زيات پاکستان اغېزمن شوی دی.

د ده په خبره په پاکستان کې اوس هم ۳۰ لاکه افغان کډوال استوګن دي.

په پېښور کې خبريال او شنونکي محمود جان بابر د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د افغانستان حالاتو تر ټولو زيات پاکستان اندېښمن کړی دی او که چيرې په هغه هېواد کې حالات پر سم لور نه ځي نو د دې تر ټولو زيات اثرات به پر پاکستان وي.

ده وویل:" زه د پاکستانیو واکمنو په خبرو کې ګورم چې فکرمندي زياتيږي. څه رنګه چې وخت تيرېږي او په افغانستان کې حکومت هم داسې پاتې وي چې نړۍ منلی نه وي، نو هلته به بشري ناورين او بحران زياتيږي. هلته په دريو کې يو کس ته ډوډۍ نه رسيږي. هلته په هره څانګه کې مسله موجوده ده. که چيرې نړيواله ټولنه د طالبانو حکومت نه تسليموي او يا ورسره مرستې نه کوي نو ګاونډي هېوادونه به ډير زيات اغيزمن شي."

محمود جان بابر زیاته کړه چې د ده په فکر په پاکستان کې چارواکي داسې خبرې ځکه کوي چې هغوي په دې اثراتو او نتيجو ښه خبر دي.

که څه هم نړيوالو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو پاکستان پر دې ټېنګار کوي چې نړۍ بايد د طالبانو حکومت تسليم کړي او په دې لړ کې سفارتي هلې ځلې هم کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له اسوشيېټېډ پريس خبري اژانس سره د سېپټېمبر پر ۲۳مه په مرکه کې ويلي وو چې کله طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو او د ټولشموله حکومت شرطونه پر ځای کړل، نو له هغه وروسته دې د هغوی حکومت په رسمیت وپېژندل شي.

قریشي وايي چې د نړیوالې ټولنې د غوښتنو د پوره کولو لپاره دې له طالبانو سره تشویقوونکي ژمنې وشي.

په لندن کې ميشت د افغان چارو پوه سميع يوسفزي د سېپټېمبر پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل پاکستان دا خواهش لري چې طالبان په رسميت وپېژني خو پاکستان خپله دا اقدام نه کوي.

ده وويل چې پاکستان باید له طالبانو سره خپله ملګرتيا وښيي او بغير له څه وجې د طالبانو حکومت ومني لکه په ۱۹۹۶ز کال کې چې یې د طالبانو حکومت منلی وو.

ده زياته کړه، " زما په فکر اوس نړيواله ټولنه خپل ذهن دې ته جوړوي چې د طالبانو حکومت په اسانۍ سره نه تسليموي تر څو چې يې داسې ستر اقدامات نه وي کړي. د ښځو په اړه يوه واضحه پاليسي رانشي، د بشر حقونو په اړه او نورو څانګو کې اقدامات ونکړل شي. نو زما په خيال نړيواله ټولنه له طالبانو مايوسه کېږي ځکه چې طالبانو هم داسې اقدامات ونکړل."

سمیع یوسفزي زیاته کړه چې نړيوالې ټولنې هيله لرله چې طالبانو کې به تغير راشي خو تر اوسه په هغوی کې بدلون نه دی راغلی.

ده وویل، "د پاکستان وزيراعظم پر ځای د دې چې خپلې مسلې يې په ملګرو ملتونو کې وړاندې کړې وای، ۱۴ دقيقې يې د طالبانو سپيناوی وړاندې کاوه. نړيوال د عمران خان پر خبرو باور نه کوي بلکې د طالبانو عملي اقداماتو ته ګوري."

بلخوا د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره د دوی د حکومت په رسميت پېژندلو پر موضوع رابطې کړې دي.

د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌ الله مجاهد مشال راډیو ته ويلي، ډېر ژر به یو شمېر هېوادونه د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

پاکستان له ۱۹۹۶ز څخه تر ۲۰۰۱ز کلونو پورې د طالبانو د تېر رژیم سخت ملاتړی و او په لومړيو دريو هېوادونو کې وو چې د طالبانو حکومت يې تسليم کړی وو.

په هغه وخت کې پاکستان، متحده عرب امارات او سعودي عرب د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلی وو.

XS
SM
MD
LG