د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د وسله والو بریدونو زیاتېدو لامل څه دی؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د طالبانو له خوا د کابل له نیولو نه وروسته، د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې د وسله والو ډلو له خوا ترهه ګر بریدونه ډېر شوي دي.

د اکتوبر په ۲۰مه د خیبر پښتونخوا په باجوړ او ټل کې په وسله وال برید کې د پاکستان پنځه امنیتي سرتیري ووژل شو. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره د روغې جوړې خبرې هم کوي خو مخالف سیاسي ګوندونه پرې نیوکې کوي او په سیمه کې د امنیت پرځای کولو غوښتنه کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان انسټي ټیوټ اف پیس سټدیز په نوم د څیړنیز مرکز د شمېرو تر مخه تحریک طالبان پاکستان روان کال د سپتمبر تر ۱۵مې نېټې پوری ۵۵ بریدونه ترسره کړي دي. په دې کې د ډیرو بریدونو هدف امنیتي ځواکونه وو. دغه شان په شمالي وزیرستان کې د عادي وګړو پر ضد هم وسله وال بریدونه ډېر شوي دي او د ځايي چارواکو د شمیرې تر مخه روان کال دغلته ټول ۵۰ هدفي بریدونه ترسره شوي دي.


په پېښور کې میشت خبریال او شنونکی مشتاق یوسفزې وايي چې په سیمه کې د پراخه پوځي عملیاتو باوجود په وسله والو بریدونو کې ډیروالی د ولس او امنیتي ادارو دواړو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او که د مخ نیوي لپاره یې کار ونشي نو د امنیت وضع نوره هم خرابېدای شي. نوموړي د اکتوبر پر ۲۳مه، مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت په سیمه کې د امنیت پر ځای کولو لپاره اړینې وسیلې او سیاسي عزم نه لري.

"د پاکستان پوځ له ۲۰۰۸ کال راهیسې په ټوله سیمه کې ډېر لوی عملیات وکړل. هیله کیدله چې دې سره به د امنیت ستونزه هواره شي خو داسې ونه شول. اوس دا پینځه شپږ میاشتې وشوې چې په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، خیبر، باجوړ او مومندو کې ډېر بریدونه ترسره شوي دي او په دې کې د ډېرو هدف امنیتي ځواکونه وو. صوبايي حکومت سره دومره وسیلې او واک نشته. ګورئ د مثال په توګه جنوبي وزیرستان دومره لویه سیمه ده چې که د صوبې ټول پولیس هم هلته یوړل شي نو په کې به ورک شي."


په شمالي او جنوبي وزیرستان کې امنیتي او انتظامي چارواکيو په بیا بیا مشال راډیو ته ویلي چې د امنیت ټینګولو لپاره یې هلې ځلې روانې کړي دي. خو د سیمې خلک خراب امنیت اندیښمن کړي دي او دغلته یې د امنیت پر ځای کولو لپاره احتجاجونه هم ترسره کړي دي. په شمالي وزیرستان کې یو قبایلي مشر ډاکټر ګل عالم خان وزیر وايي، نه پوهیږي چې د دومره لویو عملیاتو باوجود وسله وال څنګه سیمې ته داخلیږي او خلک په نښه کوي. نوموړې زیاتوي:

"که دوي چیرې عملیات سم کړي وای نو دا بریدونه به ولې کیدل؟ اوس خو په ټوله پوله د دوی پوځونه موجود دي. د مداخېلو، سیدګۍ او شوال سیمو کې لا عملیات نه دي بشپړ شوي او ولسونه یې اوس هم بې کوره دي. نو یا خو دوی عملیات سم نه دي کړي او که کړي یې دي نو بیا سوال دا راپورته کېږي چې وسله وال له کومه او څنګه راځي؟"

بل خوا د قبایلي سیمو پخوانی امنیتي مشر او د پوځ پخوانی بریګیډیر محمود شاه وايي چې تحریک طالبان پاکستان یوازې شوې دی او اوس غواړي چې د بریدونو په وسیله د ریاست سره څه لاره جوړه کړي. نوموړی وايي، زر ده چې حکومت او امنیتي ادارې د ټي ټي پي له خوا د راپیښ ګواښ څه هواری راوباسي:


"په تحریک طالبان پاکستان ډیر فشار دی. اوس د دوي د مالي مرستو څوک نشته. په افغانستان کې هند هم نشته او امریکا هم له سیمې ووتله. نو دوي ډیر ناهیلې دي او تحلیل لور ته روان دي. دوی اوس وايي چې مونږ داسې څه وکړو چې حکومت راسره خبرو ته مجبوره شي خو حالات خو بل لور ته روان دي. او واقعي ډیر موده امن پاتې شو نو امنیتي ځواکونو کې ناراستي راغلې ده خو زما په خیال هغوی ته ویل شوي دي چې تاسو وګورئ چې دا بریدونه ولې کیږي؟"

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبرې کوي چې د ځینو سیاسي ګوندونو له خوا یې ردعمل راپارولی دی. پاکستاني طالبانو د حکومت سره د مذاکراتو راپورونه رد کړي دي.

بل خوا د اطلاعاتو او نشریاتو لپاره وفاقي وزیر فواد چوهدري د اکتوبر په ۲۲مه په اسلام اباد کې د پالیسي انسټي ټیوټ د سیوري لاندی یوې غونډې ته وویل چې ریاست هغو وسله والو ته یوه لاره ورکول غواړي کوم چې یې پر ضد وسله وچتول نه غواړي. پر دغه مهال د مسلم لیګ (ن) مرستیال مشر خرم دستګیرخان وویل چې ګوند یې د حکومت له خوا طالبانو ته د مذاکراتو وړاندیز ردوي ځکه چې حکومت لا په دې اړه څه سپناوی نه دی کړی چې د تحریک طالبان پاکستان له کومې ډلې سره خبرې کول غواړي؟ غونډي ته په وینا کې د پیپلزګوند ستر سکتر فرحت الله بابر وویل چې د وسله والو سره له خبرو وړاندې، باید د پاکستان حکومت خپلې ستراتیژیکې ګټې او اهداف په پام کې ونیسي او داسې بې ګودره ورګډ نشي.

XS
SM
MD
LG