د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د سريلنکايي وګړي وژنه د پاکستان لپاره له شرمه ډکه ورځ ده


وژل شوی تن پریانتا کمارا د سريلنکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.
وژل شوی تن پریانتا کمارا د سريلنکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

د پاکستان وزيراعظم په سيالکوټ کې د سریلنکا د يو وګړي د وژلو او سوځولو پېښه د هېواد لپاره د شرم وړ بللې ده.

عمران خان د ډېسېمبر پر درېیمه پر ټويټر پانه ليکلي چې د پېښې د پلټنو پخپله څارنه کوي او ذمه وارو کسانو ته به له قانون سره سم سخته سزا ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لړۍ روانه ده. عمران خان دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د ډېسېمبر پر درېیمه د پنجاب په سیالکوټ کې يوې پارېدلې ډلې د سريلنکا یو وګړی په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته وسوځولو.

سیالکوټ د پولیسو یو چارواکي عمر سعید ملک پرون خبریالانو ته وویل چې وژل شوی تن پریانتا کمارا د سريلنکا اوسېدونکی و چې د راجکو په نوم د جامو په یوه کمپنۍ کې یې کار کاوه.

د سیالکوټ د پولیسو ویاند خرم شهزاد ملک د ډېسېمبر پر درېیمه نېټه مشال راډیو ته وویل، د پولیسو په مدعیت کې د ذمه وارو کسانو پر ضد مقدمه درج شوې او په پېښه کې ککړ ۱۰۰ پورې کسان یې نیولي چې پکې مزکزي ملزم فرحان ادریس هم شامل دی. هغه وايي:

"موږ د څارنې د کیمرو له لارې د دغو کسانو پېژندګلوي وکړه، موږ له ۱۰۰ زیات کسان نیولي چې اوس ترې پلټنې کوو او دا به معلوموو چې په دې قضیه کې د چا څه کردار و؟ چا د دغه کس د وژلو او چا یې د بچ کولو هڅه کوله. موږ مړی د طبي معایناتو (پوسټ مارټم) لپاره روغتون ته استولی دی."

د پولیسو په خبره د کمپنۍ کارکوونکو د مذهب د سپکاوي په تور، چې ثبوت یې هیچا ته نه دی وړاندې کړی، په بې رحمۍ سره ووژلو. وروسته یې بیا پر سړک مړي ته اور ورته کړ او ګېرچاپېره راغونډو شویو کسانو د" لبیک یا رسول الله" نعرې وهلې. پولیس وايي، په پېښه کې د ککړو کسانو خلاف اېف ايي ار درج شوی دی.

د پولیسو لخوا د نیول شوي مرکزي ملزم فرحان ادریس نږدې ملګري طلحی رسنیو ته ویلي، هغوی په راجکو فابریکه کې کار کوي او دغه سريلنکايی کس د هغوی منیجر و. د هغه په وینا د کارخانې منیجر چې کله یو پوسټر وشکولو نو د هغوی غصه یې را وپاروله. نوموړی وايي، پر دغه پوسټر «یاحسین» لیکل شوي ول. خو پولیس وايي، نوموړي تن د خپلې دې خبرې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ګینې پریانتا کمارا به رښتیا هم داسې څه کړي وي.

پولیس وايي، په پېښه کې د ککړو کسانو خلاف یې اېف ايي ار درج کړی.
پولیس وايي، په پېښه کې د ککړو کسانو خلاف یې اېف ايي ار درج کړی.

بلخوا د پنجاب حکومت وياند حسان خاور د ډېسېمبر پر درېیمه په لاهور کې خبري غونډي ته وويل چې په پېښه کې په مبینه توګه د مرکزي ملزم په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان نيول شوي دي. ده وويل چې د پېښې په ځای کې موجودو کيمرو څخه د ملزمانو د شناخت اود ګرفتارۍ لړۍ روانه ده. د خاور په خبره د پوليسو مشر ته په ۴۸ ګېنټو کې د رپوټ جمع کولو امر هم شوی دی.

په پاکستان کې د مخالفو ګوندونو مشرانو او د مذهبي چارو لپاره د وزيراعظم سلاکار علامه طاهر اشرفي هم د پېښې غندنه کړې.

علامه طاهر اشرفي د ډېسېمبر پر درېیمه نېټه وویل، په سیالکوټ کې چې کومه پېښه وشوه او په کومه وحشیانه طریقه چې د سريلنکا کس ووژل شو، دا د اسلامي تعلیماتو او د قران د هدایاتو او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د سیرت سره په ټکر کې دی. نوموړی وايي، که پاکستان کې څوک د مذهب پر سپکاوي تورن وي نو د هغې لپاره قوانین موجود دي، خلکو له نه دي پکار چې قانون په لاس کې واخلي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د مذهب د سپکاوي په تور د خلکو لخوا وژل شوي دي چې د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر هم پکې شامل دی.

XS
SM
MD
LG