د خيبر پښتونخوا چاپېریال ژغورنې اداره وايي چې په صوبه کې د مرمرو سلګونو کارخانو ماحول له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.
د ادارې په خبره دا کارخانې د ماحول د تحفظ په اړه د رسمي اجازت نامو نه بغیر روانې دې او د ورځې په حساب په زرګونه ټنه فضله د کرکيلې ځمکې، اوبه او چاپېریال ته زیان رسوي.
د جنورۍ پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا چاپېریال ژغورنې ادارې مشر شفیع الله خان وويل چې د مرمرو کارخانې نېغ په نېغه د اوبو، هوا او شور د الودګۍ سبب دي: ''له موږ سره دا مهال په صوبه کې ۱۲۲۶ د مرمرو کارخانې دي په دغو کې ۱۴۰ هغه دي چې رسمي اجازت نامې نه لري خو د ماحول د تحفظ په اړه يې تر څه حده ګامونه پورته کړي دي خو دا نورې ۸۳۹ کارخانې نه اجازتنامې لري او نه د ماحول د تحفظ خیال ساتي، د دې کارخانو پر ضد قانوني کارروايي پیل شوي دي، ځينو کارخانو ته مو نوټسې ورکړي دي، د ځينو کارخانو پر ضد مقدمې د ماحول د تحفظ په ټربيونل کې روانې دي او په ځينو مو جرمانې لګولي دي.''
د چاپېریال ژغورنې صوبايي ادارې لخوا مشال راډيو سره د شریک شوی تفصیل له مخه دا مهال په پېښور کې ۱۹۷، په مردان کې ۲۰۵، په خيبر قبايلي ضلع کې ۲۰۰، په چارسده کې ۶۴، په نوښار۸۰، په صوابۍ کې ۱۲، په هزاره ډويژن کې ۸۵، په ملاکنډ ډيويژن کې ۲۴۳ او په ډېره اسماعيل خان کې شپږ غیر قانوني د مرمرو کارخانې روانې دي. خو د جنورۍ په ۱۷مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د خيبر بښتونخوا د مرمرو کارخانو اتحاديي مشر سجاد خان په صوبه کې د مرمرو ټوټه کولو کارخانو شمېره څه د پاسه ۳۶۰۰ وښوده.
نوموړي زیاته کړه چې د ماحول د تحفظ ادارې او حکومت د دوی غوښتنو ته پام نه کوي او احکامات جاري کوي. د ده په خبره د مرمرو فضله په متبادل کاروبار کې هم کارېدلای شي خو د سرمايې له کمښت سره مخ دي.
''حکومت د ګڼو ملکي او نړيوالو مالیاتي ادارو فنډونو ته رسايي لري نو پکار ده چې د مرمرو د کارخانو له مالکانو سره د فضلې د متبادل استمعال په لړ کې د سرمايې په تر لاسه کولو کې مرستې وکړي. له دې فضلې ټايلونه، سپین سمينټ، پي وي سي پايپونه او ګڼ نور شیان جوړېدلای شي او ترې پیسې تر لاسه کېدای شي خو نه دلته څه نظام شته او نه حکومت سنجيده دی. دوی صرف کارخانه دار مجبوروي.''
په ۲۰۱۸ز کال کې د پېښور د يو شخصي اقراء پوهنتون د سول انجنيرنګ څانګې په څېړنیز راپور کې ويل شوي چې د مرمرو کارخانو فضله د کر ځمکې شاړوي، نهري نظام بندوي او د فصلونو د فطري معیار خرابولو تر څنګ د انساني صحت لپاره هم مضر وي.
د خيبرپښتونخوا د عامه روغتیا ادارې (پبلک هیلت) د کارکونکو اتحاديې مشره ډاکټر صایمه عابد وايي چې دې کارخانو له پکار ده چې د کيميکل انجنیرانو په مرسته د دې فضلې د ضایعه کولو چارې وکړي: ((د ا فضله په ګڼ مقدار کيلشيم لري چې د چاپېریال ترڅنګ انساني صحت اغېزمنوي او د اوبو د الودګۍ سبب هم جوړېږي.))
د قانون له مخه د هرې کارخانې لپاره لازمه ده چې د حکومتي اجازت نه پس د ماحول د تحفظ ادارې نه د مشينونو د کره کتنې او د ماحول د تحفظ په اړه د اقداماتو سرټيفيکيت تر لاسه کړي خو د خيبر پښتونخوا چاپېریال ژغورنې ادارې په خبره د دې کارخانو اجازت د صوبې د صنعتونو وزارت د دوی له مشورې پرته ورکړې.
بلخوا د صنعتونو صوبايي وزیر عبدالکریم خان مشال راديو ته وويل چې په صوبه کې دا کارخانې له څو لسیزو نه جوړې شوي دي او د ماحول د تحفظ ادارې صرف د خپلې کارکردګي ښولو لپاره پر کارخانو فشار اچوي
''په دې هېواد کې ړومبۍ حق د پانګوالو/سرمایه لګونکو دی، دا ادارې دې له دوی سره کښېني، پوهان دې ورله راولي او دوی ته دې د مرمرو د فضلې د ضایعه کولو طریقې وښيي، دوی له دې د بلاسوده قرضو یا په اسانو شرطونو د فضلې د ضایعه کولو د مشینرۍ اخیستو لارې برابرې کړي. ولې دا په اوزون کې سورې خو پاکستان نه دې کړی، د دغې ماحولياتي الودګۍ چې څوک ذمه وار دي دا سوری هغوی کړی دی او هغوی ولاړ چېرته ورسېدل.''
د خيبر پښتونخوا د مرمرو او ماينونو اتحاديه وايي چې په صوبه کې د دې کاروبار سره تر څلور لکو پورې خلک تړل شوي دي. د دوی په خبره د کاڼو د توټه کيدو نه پس د فضلې ضایعه کول د دوی له وسه بهر خبره ده او باید ملکي او نړيوالې مالیاتي ادارې دې ورسره د دې په ضايعه کولو کې مرسته وکړي.