د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو کمېشن: وزیر اعظم عمران خان د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې


د پاکستان الیکشن وايي، وزیر اعظم عمران خان د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې ده.
د پاکستان الیکشن وايي، وزیر اعظم عمران خان د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې ده.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن، وزیراعظم عمران خان، د ټاکنو له قانون څخه په سرغړاوي تورن کړی او د مارچ پر ۱۴مه یې د وضاحت لپاره ورغوښتی دی.

د انتخاباتي کمېشن چارواکو ویلي چې د ټاکنو د ۲۰۱۷م قانون تر ۱۸۱مې مادې لاندې، وزیراعظم او نور ولسي چارواکي په هغو سیمو کې د سفر پر مهال د منصوبو اعلانونه نشي کولای چې پکې د انتخاباتو مهال ویش خپور شوی وي.

د کمېشن لخوا د مارچ پر ۱۱مه، رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا په کوز دیر ضلع کې هم بلدیاتي ټاکنې کېږي نو په داسې وخت کې د وزیراعظم عمران خان او نورو وزیرانو هلته سفر کولو سره د ټاکنو کمېشن د قانون خلاف ورزي کړې ده.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې په دیر کې د خیبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د موټر وی په ګډون د ځېنو نورو منصوبو اعلانونه کړي دي.

بلخوا پاکستانيو رسنیو لیکلي چې ولسمشر ډاکټر عارف علوي تېره میاشت د انتخاباتو د کمېشن په قانون کې ۱۸۱م اې ماده شامله کړه چې له مخې یې د پارلیمان او د صوبايي اسمبلۍ یا د ځايي حکومت منتخب غړي دا اجازه لري چې په هرې یوې سیمې یا حلقه کې په ولسي غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG