د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاروباریانو او تحریک انصاف د حکومت پر نوي ټیکس انتقاد کړی دی


شهباز شریف وايي، حکومت یې د اقتصاد سمولو ته ژمن دی - پخوانی انځور.
شهباز شریف وايي، حکومت یې د اقتصاد سمولو ته ژمن دی - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د کارخانو مالکانو او مخالفه ګوند تحریک انصاف د حکومت له لوري پر لویو کاروبارونو د نوي ټیکس پر لګولو انتقاد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د جون پر ۲۴مه له اقتصاد پوهانو سره تر سلا مشوره وروسته ویلي ول چې د "عام ولس ژغورلو" لپاره پر لویو صنعتونو او کاروبارونو ۱۰ فیصده "سوپر ټیکس" لګوي.

د شهباز شریف په وینا، د دې ټېکس په اداکوونکو کې به د سېمټو، تېلو او ګیس، رخت، ګاډو، سېګرېټو او کرنې په ګډون یوشمېر لوی صنعتکاران او کاروباریان شامل وي.

خو د کارخانو مالکان وايي، د حکومت له دې ګام سره به د دوی وار له مخه اغېزمن صنعتونه لا پسې متاثر شي چې له کبله یې د دوی په وینا، د کارخانو د بندېدو ویره ده.

په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرو د اتحادیې پخوانی مشر او صنعتکار انجینر مقصود انور وايي چې له نړۍ سره د مقابلې کولو او په نړیوال بازار کې د ځای موندلو لپاره ضروري ده چې "زموږ پیداوار ارزان وي."

نوموړي د جون پر ۲۵مه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، "که غریب سړی وړوکی کور جوړوي او که غټ سړی غټ کور"، نو دواړه سېمټو او پولادو ته اړتیا لري او همداراز، "چیني هر یو وګړی استعمالوي."

هغه د حکومت اعلان ته په اشاره وویل، " دا چې وايي یوازې به پر مالدارو بوج راځي، دا هسې خندا ده، دا ځکه چې کارخانې به د ټیکسونو دا بوج لاندې اخیستونکو ته رسوي."

د اقتصادي چارو پوه ډاکټر انور شاه وايي چې ټېکس کله هم لګي نو د دې بېلابېل اثرات وي. "یو خو دا چې د ټیکس بوج سېوا شي نو بې روزګاري هم سېوا کېږي او سرمایه دار له ټیکسه د ځان ساتلو لپاره غیرقانوني لارې خپلوي، هغه ځکه چې د زیات ټیکس له کبله ګټه کمه شي."

ډاکټر شاه زیاته کړه چې په داسې حالت کې پانګوونکي هڅه کوي چې خپله سرمایه نورو هېوادونو ته انتقال کړي او یا هم داسې کاروبار ته مخه کړي چې ټیکس پکې نه وي یا غیرقانوني لارې پکې وي.


په پېښور کې د دوکاندارانو د اتحادیې مشر مجیب الرحمان وايي چې نوی ۱۰ فیصده ټیکس به د لویو صنعتکارانو ترڅنګ واړه تاجران هم "ډېر اغېزمن" کړي.

نوموړي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې "دا ټېکس نه مني" او "حکمرانان باید د خپل ژوند شاهانه طرز بدل کړي."

صنعتکار مقصود انور وايي، د ټیکس ښه لار دا ده چې له زیاتو خلکو او په سمه توګه واخیستای شي او داسې نه چې څوک وار له مخه ټیکس ورکوي پر هغوی نور بار واچول شي. "بجلي ګرانه شوه، ګیس هم ګران شو، ډیزل او [د خاورو تېل] هم ګران شول چې ورباندې کارخاني چلېږي، نو دومره بوج کارخاني نه شي زغملای. له دې سره به ګراني هم راځي او صنعت به هم" اغېزمنېږي.

بل پلو د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت پر سوپر ټيکس اندېښنه ښوولې ده.

نوموړي د جون پر ۲۵مه د اسلام اباد په بني ګالا کې خبري غونډې ته وویل، "ټول قام ته دې معلومه وي چې په هېواد کې معيشت سم نه دی، هره ورځ د خوراکي شيانو بيې لوړېږي."

لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان زیاته کړه چې کله یې حکومت وو نو دا خبرې به کېدې چې په ملک کې ګراني زیاته شوې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف د صنعت او تجارت وزیر عبدالکریم خان وايي، د نوي ټیکس په څېر د ګامونو له کبله پخوا هم صنعتونه بنګلادېش او نورو هېوادونو ته انتقال شول او یا بند شول.

ده د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، نوی ۱۰ فیصده ټیکس "یوازې د خلکو خیال بدلولو لپاره یو سیاسي پرېکړه ده چې ګواکې خلک به وايي دا دی پر غټو خلکو یې هم ټیکس ولګاوه."

خو وزیر اعظم شهباز شریف ویلي چې خراب اقتصاد ورته د تحریک انصاف تېر حکومت په میراث کې پرېښی دی چې د سمولو هڅې یې کوي.

نوموړي په وروستیو کې ویلي چې له اوسني حکومت سره یوه لاره دا وه چې له سره ټاکنې وکړي او بله دا وه چې ملک او د ملک اقتصاد وژغوري.

شهباز شریف زیاته کړې چې له ځینو پرېکړو سره به د ولس ستونزې زیاتېږي خو د ده په وینا، دا حالت "لنډمهالی دی او ملک به ډېر ژر له دې مشکلاتو وځي."

XS
SM
MD
LG