د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د اقتصاد سمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام اعلان کړ


په لاهور کې د رکشې ډرېوران د تېلو بیو زیاتېدو او ګرانۍ ضد احتجاج کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جون درېیمې انځور.
په لاهور کې د رکشې ډرېوران د تېلو بیو زیاتېدو او ګرانۍ ضد احتجاج کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جون درېیمې انځور.

د پاکستان حکومت د هېواد د اقتصادي حالت سمولو لپاره د کفایت شعارۍ د پروګرام عملي کول پیل کړي دي.

په دې لړ کې د جون پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د حکومتي لګښتونو کمولو پرېکړه وشوه. په غونډه کې فیصله وشوه چې وزیران او سرکاري چارواکي به د پېټرولو او ډیزلو استعمال ۴۰ فیصده کموي، حکومت به سرکاري چارواکو ته نوي ګاډي نه ورکوي او هغوی به په سرکاري خرڅ بهرنیو هېوادونو ته نه ځي.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اپرېل کې نوی اېتلافي حکومت جوړ شو. حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ تېر حکومت په میراث کې پرېښې دي چې د هواري هڅې یې کوي. اخوا د تحریک انصاف ګوند مشرتابه ویلي دي چې د شریف د حکومت د ناسمې تګلارې له وجې به اقتصادي مشکلات لا زیات شي.

د کابینې تر غونډې وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د دې اقداماتو موخه د ولس اقتصادي او مالي بار کمول دي.

حکومت همداراز د انرژۍ کمښت ته په پام پرېکړه کړې چې د شنبې یا خالي پر ورځ به عمومي چوټي وي. تر دې مخکې په پاکستان کې یوازې د اتوار (یکشنبې) پر ورځ اوونیزه رخصتي وه.

شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د نوي وزیراعظم په توګه منتخب شو.
شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د نوي وزیراعظم په توګه منتخب شو.

پاکستان اوسمهال د برېښنا له کمښت سره مخامخ دی چې له وجې یې په اکثره ښارونو کې هره ورځ لوډشیډنګ کېږي. نو حکومت هڅه کوي چې د شنبې پر ورځ د سرکاري ادارو د چوټۍ له لارې به بجلي بچت کړای شي.

حکومت د کفایت شعارۍ پروګرام پر داسې مهال اعلان کړی دی چې د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درو کلونو راهیسې له مشکلاتو سره مخامخ دی.

په تېرو کلونو کې په پاکستان کې د بهرنیو پیسو زېرمې کمې شوې دي چې له وجې یې روپۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی. همداراز، په هغه هېواد کې انفلېشن (افراط زر) هم زیات شوی دی او اقتصادي هلې ځلې ټکنۍ شوې.

په پاکستان کې په تېرو کلونو کې د اقتصادي موقعو کمېدو او د ګرانۍ زیاتېدو ضد لسګونه پراخې مظاهرې شوې دي.

ای اېم اېف په ۲۰۱۹ز کال کې له اسلام اباد سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون کړی وو خو په ۲۰۲۱ز کال کې یې د شرطونو نه پوره کېدو له وجې پاکستان ته د پور ورکړه ودروله. ای اېم اېف له اسلام اباده غوښتي دي چې ولس ته دې د تېلو او انرژۍ په برخه کې ورکړی رعایت ختم کړي.

همدې غوښتنې ته په کتو، د پاکستان حکومت د مې پر ۲۶مه او بیا دجون پر دویمه د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو بیې ۳۰، ۳۰ روپۍ لوړې کړې. حکومت د تېلو په بیو کې د زیاتوالي اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د مې په اخري اوونۍ کې د اسلام اباد او ای اېم اېف ترمینځ د شپږ اربه ډالرو د پور بحالولو خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

د مالي چارو وزیر مفتاح اسماعیل د جون دويمې پر ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، دا ګام یې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د پروګرام بحالۍ لپاره اخیستی دی.

ده وویل، د تېلو په اړه د پخواني حکومت ورکړی ټول رعایت ختموي ځکه چې په وینا یې، حکومت پېټرول او ډیزل په تاوان نه شي خرڅولای.

د جون دویمې له اعلان سره سم، په پاکستان کې د یو لیټر پېټرولو بیه څه د پاسه ۲۰۹ روپۍ، د ډیزلو ۲۰۴، د خاورو تېلو هغه شاوخوا ۱۸۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو د یو لیټر بیه ۱۷۸ روپیو ته لوړه شوې ده.

بلخوا په پاکستان کې د بجلۍ د نظم ادارې (نیپرا) هم د جون پر دویمه د برېښنا ګرانولو اعلان وکړ چې ورسره سم، د یو یونټ بجلۍ بیه اووه روپۍ او ۹۱ پيسې لوړه شوه. په دې توګه د بجلۍ د يو يونټ بيه ۲۴ روپۍ ۸۲ پيسو ته رسېدلې ده.

XS
SM
MD
LG