د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګوتېرېش له سېلاب ځپلو سره د یووالي لپاره د پاکستان په سفر دی


له کوټې سره نېږدې سېلاب ځپلي خوندي سیمو ته د تګ پر مهال - د سېپټېمبر څلورمې انځور.
له کوټې سره نېږدې سېلاب ځپلي خوندي سیمو ته د تګ پر مهال - د سېپټېمبر څلورمې انځور.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د سېپټېمبر پر اوومه په پاکستان کې تر سېلابونو وروسته له ولس سره د یووالي او له نړیوالې ټولنې څخه د پراخو مرستو غوښتلو په موخه د هغه هېواد په سفر دی.

دا خبره نوموړي د سېپټېمبر پر شپږمه په نیو یارک کې خبریالانو ته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستو زیاتولو اعلان کړی دی.

تر دې مخکې، د اګست پر ۳۰مه ملګرو ملتونو په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د بیړنیو مرستو لپاره د ۱۶۰ مېلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه. دا راز چین، کاناډا، ترکیې، او اسټرالیا له سېلاب ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي او امریکا ویلي دي چې په دې برخه کې مرستو ته تیاره ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې د پاکستان له حکومت سره په شريکه سېلاب ځپلو ته خوندي ځايونه، خیمې، روغتيايي مرستې او خوراک رسوي.

انتونیو ګوتېرېش وايي پاکستان کې له نړیوالې ټولنې څخه د سېلاب ځپلو لپاره مرسته غواړي - د اګست ۲۰مې انځور.
انتونیو ګوتېرېش وايي پاکستان کې له نړیوالې ټولنې څخه د سېلاب ځپلو لپاره مرسته غواړي - د اګست ۲۰مې انځور.

د پاکستان حکومت وايي، له لومړنیو اټکلونو سره سم، د جون له میاشتې راهیسې د وسې او بیا د پشکال تر بارانونو وروسته سېلابونو هغه هېواد ته له ۱۰ اربه ډالرو څخه زیات زیان رسولی دی.

د قدرتي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) ویلي دي چې د سېپټېمبر تر شپږمې پورې په بارانونو او سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۱،۳۴۲ ته رسېدلی او ۱۲،۷۲۰ کسان ژوبل شوي دي.

ادارې د سېپټېمبر پر شپږمه په بیان کې ویلي چې د جون له ۱۴مې راهیسې بارانونو او سېلابونو ټول۳۳ مېلیونه خلک اغېزمن کړي دي، ۷۵۱،۰۰۰ څاروي یې وژلي او ۱،۶۹۳،۰۰۰ کورونو ته یې زیان رسولی دی.

په همدې حال کې اسلام اباد له سېلاب ځپلو سره د مرستو زیاتولو اعلان کړی دی او وايي چې اوس یې صندوق ۷۰ اربه روپۍ شوی دی.

د پاکستان دولتي خبري اژانس (اې پي پي) وايي، د سېپټېمبر پر اوومه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ وفاقي کابینې په غونډه کې ویلي دي چې پخوانۍ ۲۸ اربه روپۍ کافي نه وې نو ځکه یې پیسې زیاتې کړې دي.

په عین وخت کې د بلوچستان حکومت ویلي دي چې تر سېلاب وروسته ناروغۍ په خپرېدو دي.

د هغې صوبې په پښین کې ډاکتر خالقداد ترین یو رضاکاره روغتیايي کیمپ جوړ کړی دی چې پکې د ناروغانو وړیا درملنه کېږي. "له موږ سره د هډوکو د ناروغیو د درملنې ډاکتران، جراحان، د داخله ناروغیو متخصصان، د ماشومانو ډاکتران او نور ډېر روغتیاپالان شته. موږ کوښښ کوو چې له خلکو سره په دې سخت وخت کې مرسته وکړو."

اخوا د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي چې وروستیو سېلابونو هغې صوبې ته د لږترلږه ۱۰۲ اربه روپیو تاوان اړولی دی.

د کارګرانو او کلتوري چارو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي د سېپټېمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې تر سېلابونو وروسته یې د لومړنيو اټکلونو پر بنسټ د صوبې ۱۳ ضلعې ناورین ځپلې ګرځولې دې چې پکې ډېره اسماعیل خان، سوات، نوښار او چارسده هم شامل دي.

دی زیاتوي چې په جزوي ډول زیانمنې شوې ودانۍ او مهمې لارې به ډېر ژر بیاورغوي خو د نورو ودانیو او انفراسټرکچر بیارغونې ته وخت په کار دی ځکه چې هغه ډېرو پیسو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG