د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ ۲۰ اووریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه


کرکټ بورډ په لوبډله کې زیاتره هغه لوبغاړي شامل کړي دي چې په وروستیو ورځو کې یې د اېشیا جام سیالیو کې برخه اخیستې وه - پخوانی انځور.
کرکټ بورډ په لوبډله کې زیاتره هغه لوبغاړي شامل کړي دي چې په وروستیو ورځو کې یې د اېشیا جام سیالیو کې برخه اخیستې وه - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ بورډ په اسټرالیا کې د ۲۰۲۲ز کال د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړې ده.

کرکټ بورډ د سېپټېمبر پر ۱۵مه په یوه بیان کې لیکلي چې محمد نبي به د لوبډلې مشر وي او نجیب الله ځدراڼ به یې مرستیال وي.

له دې پرته په لوبډله کې زیاتره نور لوبغاړي هغه دي چې په اګست او سېپټېمبر کې یې د اېشیا جام سیالیو کې برخه اخیستې وه.

په لوبډله کې رحمان الله ګربز وېکټ ساتونکی دی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمان، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی د لوبډلې نور غړي دي.

بیان وايي، شرف الدین شرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ساتل شوي دي.

د کرکټ نړیوالې شورا په وینا، د ۲۰ اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه توب پیلېږي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

ټاکل شوې چې افغانستان خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر ۲۲مه له انګلینډ (انګلستان) او پاکستان یې د اکتوبر پر ۲۳مه له هند سره وکړي.

د شورا په وینا، په الف ګروپ کې افغانستان، نیو زیلینډ، انګلستان او اسټرالیا شاملې دي او دوه نورې لوبډلې به تر لومړي پړاو وروسته ګروپ ته لاره مومي.

په ب ګروپ کې پاکستان، هند، بنګلادېش او سوېلي افریقا شامل دي او دوه نورې لوبډلې به د لومړي پړاو د سیالیو تر ګټلو وروسته ورځي.

سري لنکا، وېسټ انډیز، نمېبیا، نېدرلینډز (هالینډ)، متحده عربي امارات، زېمبابوې، سکاټلینډ او ایرلینډ هغه هېوادونه دي چې ورڅخه به یې څلور لوبډلې په لومړي پړاو کې تر سیالیو ګټلو وروسته الف او ب ګروپونو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۱ز کال د کرکټ ۲۰ اووریز جام اسټرالیا ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG