د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کمیونټي سکولونو استادان وايي حکومت دې ورته تنخا ورکړي


چارواکي وایي د کمیونټي سکولونو اصلي هدف ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابرول دي ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي د کمیونټي سکولونو اصلي هدف ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابرول دي ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د کميونټي سکولونو استادان وايي، حکومت ورته پر وخت تنخاګانې نه ورکوي چې له کبله یې د ۱۰ میاشتو تنخا پاتې ده.

د خيبر پښتونخوا د کميونټي سکولونو استادان له يوې مودې راهيسې له حکومته د تنخاګانو غوښتنه کوي او دې لپاره یې وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

د ټولنې یا کمیونټي ښوونځي چې "مکتب سکولونه" هم ورته ویل کېږي، په کورونو، حجرو او يا هم جوماتونو او مدرسو کې دننه وي او د نجونو ترڅنګ هلکان هم پکې تر پينځم ټولګي پورې زده کړی کولی شي. هلته افغان کډوال او داراز معلول یا معذور ماشومان هم وړيا زده کړې کوي.

په سوات کې د کمیونټي سکول یو ښوونکي نور نبي مشال راډیو ته وویل چې له تېرو درو کلونو راهیسې پر وخت تنخا نه ترلاسه کوي چې له وجې یې ژوند خورا ګران شوی دی. ده له حکومته او اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې دا ستونزه یې هواره کړي.

په پاکستان کې شاوخوا ۱۲،۰۰۰ کمیونټي سکولونه دی چې د بېلابېلو ادارو او د حکومت له خوا د لیرې پرتو سیمو د زده کوونکو لپاره جوړ شوي دي. د هغو سکولونو موخه د هغو سیمو زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرول دي چې پکې دولتي ښوونځي نه وي.

په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۱،۵۰۰ کمیونټي سکولونه دي، چې پکې د نجونو لپاره ځانګړي ښوونځي هم شامل دي.

په خیبر پښتونخوا کې هغه سکولونه د صوبې د ابتدايي او ثانوي تعليم ادارې تر واک لاندې دي.

د هغې ادارې ویاند محمد فواد میا مشال راډیو ته وویل چې د کمونټي سکولونو د ۱،۵۰۰ استادانو له جملې یې ۱،۳۰۰ ښوونکو ته د روان ۲۰۲۴ز کال جنورۍ پورې تنخاګانې ورکړي دي او د ۲۰۰ ښوونکو تنخاګانې پاتې دي.

نوموړي وویل چې صوبایي حکومت ورته پیسې نه دي ورکړي نو ځکه د ښوونکو معاشونه ځنډېدلي دي.

په پاکستان کې له ۱۹۹۰ز کال راهیسې کمیونټۍ سکولونه جوړېدل پیل شوي دي چې پکې شاوخوا ۱۸ لکه ماشومان تعلیم ترلاسه کوي.

د پاکستان د تعلیم وزارت وايي چې په هغه هېواد کې له ۲۶.۲ مېلیونه (دوه کروړه ۶۲ لکه) څخه زیات ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

وزارت د سېپټېمبر پر نهمه قامي اسمبلۍ ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي دي چې له هغو څخه یې څه باندې ۱۰ مېلیونه ماشومان له پینځو څخه تر نهو کلونو پورې عمر لري چې له لومړنیو زده کړو بې برخې دي او داراز، شاوخوا پینځه مېلیونه ماشومان له متوسطو (مېډل) زده کړو محروم دي. راپور زیاتوي چې څه باندې ۴.۵ مېلیونه ماشومان د ثانوي یا های سکول له زده کړو بې برخې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په هېواد کې تعلیمي بیړنی حالت یا اېمرجنسي اعلان کړه چې موخه یې له تعلیمه د بې برخې ماشومانو په ښوونځیو کې داخلول دي.

نړیوال بانک وايي چې اقتصادي ستونزې او په لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو نشتوالی په پاکستان کې تعلیم ته د ماشومانو د لاسرسي نه لرلو لوی لاملونه دي.

نړیوال بانک وړاندیز کوي چې د ښوونځي ودانیو زیاتول، زده کوونکو ته د نغدي مرستو پروګرامونو پراخول او د ښوونځیو خوندي کول دا ستونزې هوارولای شي.

XS
SM
MD
LG