د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان چارواکو د سیمه ییزې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي


امریکايي او پاکستانیو چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړې.
امریکايي او پاکستانیو چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۶مه پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو د سیاسي چارو لپاره سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.

د سېپټېمبر ۱۶مې په لیدنه کې دواړو خواوو د اقتصادي او امنیتي مسلو په اړه د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې چې په کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه او د سیمه ییز ثبات او هوساینې د پیاوړتیا پر ارزښت ټینګار وشو.

جان باس له افغانستانه امریکا ته د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو په بهیر کې د پاکستان د دوامداره همکارۍ مننه وکړه. نوموړي پاکستان ته پر دې مبارکي هم ورکړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ز کلونو لپاره د غیر دایمي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

د غیر دایمي غړي په توګه ټاکل کېدل دا معنا لري چې پاکستان به د یوې ټاکلې مودې لپاره په امنیت شورا کې غړیتوب ولري او د مهمو نړیوالو امنیتي او سیاسي موضوعاتو په پرېکړو کې به برخه اخلي.

دا راز جان باس د امریکا له خوا د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکړ چې واشنګټن غواړي له اسلام اباد سره په دې موده کې نږدې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG