د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيا ځيني بڼوال او سوداګر وايي سږکال یې مېوې بازار نه لري


په پکتيا کې مڼې پلورونکی
په پکتيا کې مڼې پلورونکی

په پکتیا کې بڼوال او سوداګر وايي، د سږ کال په پیل کې وچکالۍ او وروسته بارانونو او سېلابونو د دې ولایت د مڼو او نورو مېوو باغونه خراب کړي او د تېرو کالونو په پرتله يې حاصلات کم شوي دي.

دوی زیاتوي، د خلکو اقتصادي حالت هم کمزوری شوی، چې له کبله يې مڼې او نورې تازه مېوې پوره بازار نه لري او بیې يې هم ټیټې دي. پکتیاوال بڼوال او د تازه میوو سوداګر غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې دوی ته د میوو د ساتلو لپاره سړې خونې او د خرڅانه بازار پیدا کړي.

یو بڼوال محمداقبال مشال راډیو ته وویل: "سږ کال د تازه مېوو حاصلات کمزوري وو. اول وچکالي وه او وروسته بیا سېلابونو باغونه یووړل. انګور يې ډېر زیانمن کړل، خرڅلاو يې هم سږ کال یو څه کمزوری دی ځکه د خلکو اقتصادي ستونزې ډیرې دي. بل په ښار کې داسې معیاري مارکیټ نه لرو چې تازه مېوه پکې وساتل شي او وروسته یې په فرصت کې نورو هېوادونو ته ولیږو. "

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې جمهوري، منتخب او په نړيواله کچه پېژندل شوی هغه حکومت چپه کړ چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو سره یې تجارت درلود. د طالبانو د حکومت په راتګ سره اقتصاد خراب، روزګار کم او تجارت لږ شوی دی. د دوی حکومت په نړيواله کچه چا په رسميت نه دی پيژندل شوی نو ځکه ورسره هغه نړيوالې مالي مرستې هم نه کېږي چې پخواني حکومت سره به کېدلې.

په ګردېز کې یو مېوه پلورونکی احمد وايي نور کالونه د مېوو مارکيت ښه وو خو سږ کال کمزوری دی. نوموړی زیاتوي د خلکو اقتصاد دومره کمزوری شوی چې هغوی د پخولو لپاره ترکاري نشي اخیستلی، نو میوه به څنګه واخلي؟

عارف چې په ګردېز ښار کې مڼې پلوري وايي، ټولې تازه میوې په داخل کې نه خرڅېږي او تر اوسه هم په باغونو کې ځکه مېوې پاتې دي، چې بڼوال يې د ساتلو مناسب ځای نه لري. هغه له طالب چارواکو غوښتنه وکړه چې دوی ته دې سړې خونې جوړې کړي چې تازه مېوې پکې وساتلی شي.

خو په پکتيا کې طالب چارواکي نه مني چې په دغه ولايت کې دې د مېوو بازار خرابوالی لنډمهاله دی او بڼوال کولی شي ښو ورځو ته صبر وکړي. د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټي مشال راډيو ته وويل چې له نورو ولايتونو سوداګر ورځي او پوره پوره باغونه اخلي.د هغه په خبره، په تېر کې د مڼو د ساتنې لپاره ۴۵۹ سړې خونې جوړې شوې وي چې اوس هم شته دی. په هره سړه خونه کې تر پنځو میاشتو پنځلس، پنځلس ټنه مڼې ساتل کیدلای شي.

البته هغه زیاته کړه چې بڼوال ولاړ باغونه په کمه بیه خرڅوي: "دا واقعیت دی چې په اوس وخت کې د مڼو بازار لږ ټېټ دی. خو که بڼوال پیسو ته ضرورت ونه لري او یو څو میاشتې يې په سړو خونو کې وساتي نو بیا يې په ښه قیمت خرڅولی شي. لامل دادی چې یو قوي سوداګر نشته چې له ډېرو خلکو مڼې واخلي."

XS
SM
MD
LG