د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ کې بحث: پاکستان کې تېرو څلورو کلونو کې ۴۲ خبريالان وژل شوي


پاکستانیو خبریالانو وخت په وخت د هدفي وژنو او د خبریالانو د جبري ورکولو خلاف لاریونونه هم کړې دي: انځور له ارشیفه
پاکستانیو خبریالانو وخت په وخت د هدفي وژنو او د خبریالانو د جبري ورکولو خلاف لاریونونه هم کړې دي: انځور له ارشیفه

د پاکستان سینیټ په وروستۍ غونډه کې په هیواد کې خبریالانو ته د ورپېښو چیلنجونو ذکر وشو او اندېښنه وښودل شوه چې ولې هغوی ځورول او وژل کېږي.

د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د سېنېټ په غونډه کې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان وویل چې د وژلو شویو خبریالانو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ورته حکومت تفصیل ورکړ چې په تېرو څلورو کلونو کې په پاکستان کې ۴۲ خبریالان وژل شوي دي. نوموړي وویل چې په پاکستان کې خبریالان ځکه له خطر سره مخامخ دي چې قاتلان او حمله کوونکي یې ازادګرځي.

نوموړي د حامد میر او نورو خبریالانو ذکر وکړ چې د هغه په وینا که ورباندې بریدکوونکي یې نیول شوي وای نو خبریال ارشد شریف به نه وژل کېدو.

مشتاق احمدخان د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، د خبریالانو د تحفظ ذمه واري د ریاست ده او ویې ویل چې په غونډه کې پر دې اتفاق وشو چې د خبریالانو د تحفظ په اړه باید یوه ګډه کمیټي جوړه کړل شي څو دا معلومه شي چې خبریالان څوک او ولې وژني؟

نوموړي وویل: "په دې ۴۲ کېسونو کې په ۲۱ هغو کې خو له سره د قاتلانو ګرفتاري نه ده شوې. یو کس هم داسې نشته چې سزا ورته ملاو شوې وي. ما وویل په پاکستان کې خبریالانو ته د ریاستي او غیر ریاستي عناصرو لخوا ډېر ګواښونه دي."

نوموړي زیاته کړه، ارشد شریف ځکه قتل شو چې کله هم پر صحافیانو بریدونه شوي، هغوی وژل شوي نو چا یې پوښتنه نه ده کړې.

پاکستانی خبریال ارشد شریف په ۲۰۲۲ کال کې د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې وژل شوی وو. د کینیا پوليسو ويلي وو چې ارشد شريف د اکتوبر پر ۲۳مه تر هغې وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شو چې ډرايور یې پر امنيتي پوسته موټر و نه دراوه. د پولیسو په وينا، دوی د غلا د يوې پېښې په تړاو د مشکوکو غلو په لټون ول چې ارشد شريف د شناخت د غلطۍ له وجې ورڅخه ووژل شو.

تر هغې پېښې وروسته وزيراعظم شهباز شريف د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان وکړ. د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او نورو مخکښه سیاستوالانو د ارشد شریف مړینه یوه "هدفي وژنه" بللې ده او ویلي یې دي چې هغه د سازش په نتیجه کې وژل شوی دی.

په پاکستان کې د خبریالانو مرکزي اتحادیې (فیډرل یونین اف جرنلسټس) مشر شهزاده ذوالفقار د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل، په پاکستان کې د ۲۰۰۰م کال راهیسې خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ دي او وخت په وخت په بېلا بېلو پېښو کې وژل کېږي.

هغه وویل: "یوازې په بلوچستان کې ۲۶ خبریالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. لس دولس کسان د کار پر وخت د بمي چاودنې یا ډزو د تبادلې پر مهال وژل شوي دي. دولس یا څوارلس داسې خبریالان هم دي چې په ظاهره په پېښو کې وژل شوي خو وجوهات یې نه دي معلوم."

شهزاده ذوالفقار وویل، پکار ده په هیواد کې د رسنیو د ازادۍ لپاره ریاست، پولیس او ادارې کوټلي ګامونه پورته کړي. بیا رسینو ته هم پکار ده چې ذمه واره وسي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر فدا محمد مشال راډيو ته وویل، هغه د سېنېټر مشتاق د خبرې حمایت کوي. نوموړي وویل چې د وژل شویو خبریالانو اصل شمېر تر وړاندې شویو شمېرو زیات دی او دا مني چې موجوده او پخواني حکومتونه د خبریالانو ژوند ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلي دي.

هغه وویل: "ما ورته وویل چې دا کمیټۍ ته ولېږئ څو هغوی سمه نشاندهي وکړي چې څومره کسان وژل شوي دي او د هغوی د کورنیو لپاره تر اوسه څه شوي دي." د سېنېټر فدا محمد په خبره هغه د مالاکنډ دی چېرته چې څلور خبریالان وژل شوي دي خو په فهرست کې د هغوی نوم نه دی شامل.

خو په پاکستان کې تېرو حکومتونو او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ اوسني ایتلافي حکومت هم ويلي چې د خبریالانو حفاظت به يقيني کوي او رسنيو ته به د خپلواک کار اسانتیاوې برابروي.

د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي مشال راډيو ته وویل چې دوی غواړي خبریالان په اسانو او خوندي شرایطو کې کار وکړي او ګوند یې تل د هغوی د تحفظ حمایت کړی دی. نوموړي وویل
چې ریاست خپل خبریال او د هیواد وګړي ته تحفظ نه شي ورکولای نو هغه د ریاست او حکومت ناکامي وي. موږ په دې یقین لرو چې دا د حکومت ذمه واري جوړېږي چې د ولس د تحفظ سره سره د خبریال د تحفظ ضمانت جوړ شي.

بهره مند تنګي البته وویل چې د خبریالانو هم ذمه واري جوږېږي چې د خپلې پیشې سره انصاف وکړي او خپله ژبه او قلم د قام او ولس د خدمت لپاره بې پرې استعمال کړي نه چې د کومې پارټۍ لپاره.

د بې پولې خبريالانو سازمان يا رپورټرز ويد اوټ‌ بارډرز د ۲۰۲۲ کال په پای کې په خپل کلني راپور کې ويلي چې پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره پينځم خطرناکه هېواد دی. په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې خبریالان د وسله والو له ګواښونو او امنيتي ادارو له څاره ډير شکايت لري.

پاکستان کې وخت په وخت خبریالان ځورول شوي، تښتول شوي او وژل شوي دي. اکثره وخت د داسې پېښو پړه پر امنیتي ادارو، استخباراتو او پوځ اچول کېږي چې ګواکې د پوځ خلاف غږ پورته کوونکي نه پرېږدي خو د پاکستان پوځ دا خبره ردوي چې ګینې امنیتي او یا استخباراتي ادارې پر خبریالانو په حملو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG